د افغانستان د ملي مقاومت جبهه دا ادعا کوي چي طالبان د انصارالله ډلې په ملاتړ د تاجکستان د بې ثباته کولو او په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو د روزلو په لټه کې دی. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري په خپله وروستۍ وینا کښې خبرداری ورکړ چې د انصارالله ډله د طالبانو په تعقیب او د داعش له بیرغ څخه په استفادې سره د تاجکستان د حکومت د نسکورولو اراده لري. نظري په X ټولنیزه شبکه کې په یوه پوسټ کې یوه ویډیو خپره کړه چې پکې تاجک جنګیالي د طالبانو د بنسټګر ملا عمر ستاینه کوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=115733
۲ ورځې پیش
شماره خبر 115733
منتشر شده در 5:30 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email