د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې دفتر تېره شپه (د ۲۶ دلو) د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړه او پکښې یې څرګنده کړه چې د افغانانو جهاد پر سره اردو یوازې یو نظامي پېښه نه وه، بلکې د یو ملت د آزادۍ او د اسلامي او ملي هویت د ساتنې نښه ګڼل کېده.
په اعلامیه کې راغلي چې دغې تاریخي پېښې څرګنده کړه چې هېڅ ځواک، حتی د پرمختللو وسلو سره، د هغو خلکو د ارادې مقابله نسي کولی چې د خپل آزادۍ لپاره درېږي.
د ملي مقاومت جبهې په افغانستان کې د اوسني وضعیت له امله اندېښنه څرګنده کړه او ویلي یې دي چې هېواد یو ځل بیا د «نوې تېري » په حالت کې دی او د څو هېوادیزو ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پناه ځای بدل سوی؛ هغه ډلې چې د دې جبهې په وینا د افغانستان ملي امنیت او د سیمې ثبات ته ګواښ جوړوي.
اعلامیه کې ټینګار سوي چې د افغانستان وګړو په تېرو وختونو کې د کمونیزم پر وړاندې مقاومت کړی و، اوس د ظلم، افراطیت او د «د ترهګرو ډلو د پټې واکمنۍ» سره مخ دي.
د ملي مقاومت جبهې ټینګار کړی چې تر هغه وخته پورې چې افغانستان خپلواک، د خلکو واکمنۍ لرونکی او د ترهګرۍ څخه پاک نه سي، خپلو هڅې ته به دوام ورکړي، او د خلکو اراده د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره «بې معاملې او ماتېدونکې نه ده» ګڼل سوې ده.




