د ملي مقاومت بهیر: نړۍ نور د طالبانو جنايتونه له پامه نه غورځوي

علي مېثم نظري، د افغانستان د ملي مقاومت بهیر د بهرنیو اړیکو مسؤول، د استرالیا له لوري د طالبانو د لوړپوړو چارواکو پر ضد بندیزونه او د سفر محدودیتونه د دې ډلې د ځواب‌ ویلو په لور یو مهم ګام بللی دی.
د ملي مقاومت بهیر: نړۍ نور د طالبانو جنايتونه له پامه نه غورځوي

د معمار خبري آژانس د راپور له‌ مخې؛ علي مېثم نظري، د ملي مقاومت بهیر د بهرنیو اړیکو مسؤول، د استرالیا له تازه پرېکړې هرکلی کړی او دغه اقدام یې «د طالبانو د ځواب‌ ویلو لپاره مهم ګام» یاد کړی دی.

نظري په ټینګار سره ویلي چې د افغانستان خلکو په تېرو څلورو کلونو کې د «بنسټیزو حقونو پراخ نقض» تجربه کړ. هغه زیاته کړه: «د استرالیا پرېکړه یو څرګند پیغام دی چې نړۍ نور د طالبانو جنايتونه له پامه نه سي غورځولی.»

نظري له نورو هېوادونو هم غوښتنه کړې چې ورته اقدام وکړي څو نړیوالې مرستې «خلکو ته ورسېږي، نه ظالمانو ته». هغه دا هم وویل چې د ملي مقاومت مبارزه د «آزاد، ډیموکراتیک او کثرت‌پاله افغانستان» لپاره روانه ده او نړیوال ملاتړ لا هم اړین دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x