د «ملي محور» غورځنګ له طالبانو څخه د دوحې د هوکړې پر بنسټ د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ملي محور غورځنګ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي او د دوحې د هوکړې پر بنسټ د انتقالي حکومت پر جوړېدو موافقه وکړي.

ملي محور لیکلي: «موږ باور لرو چې د انتقالي حکومت جوړېدل چې د دوحې د تړون له اصلي مادو څخه دي، دا به د افغان ملت باور بیرته راولي او ملي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او د هیواد اوسنی اقتصادي او ټولنیز بحران به سمدستي حل کړي.

د ۸ صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه غورځنګ په دې باور دی چې د انتقالي حکومت جوړول به د اساسي قانون د طرحې او تعدیل لپاره د یوه باصلاحیته کمیسیون د ټاکلو او په پای کې د نوي اساسي قانون د طرحې او د راتلونکي سیاسي نظام د ډول په اړه د لویې جرګې د جوړولو لپاره اړین فرصت رامنځته کړي.

ملي محور په دې غوښتنې کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو او د افغانانو په مشرۍ د بین المللي ناستې د زمینې په برابرولو او د دوحې د تړون د پاتې مادو په عملي کولو کې له افغان ولس سره د تړون د یوه اړخ په توګه مرسته وکړي.

بیشتر بخوانید:  د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ د اړیکو خرابوالی

په دغه غږ کې د سیمې له هېوادونو هم غوښتل شوي چې د یوې واحدې تګلارې په غوره کولو سره د سولې او تلپاتې ثبات په لاره کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

په غږ کې راغلي: “موږ د هېواد په اوسني کړکېچ کې له ټولو ښکېلو خواوو سره په اړيکو کې د توازن ساتلو پاليسۍ تعقيبوو.”

ملي محور ویلي، چې طالبانو د خپلو تېرو تېروتنو په تکرارولو سره افغانستان په ژور بحران کې ډوب کړی او په پایله کې یې ځان، هېواد او خلک په یوه بې ساري او وحشتناکه انزوا کې اچولي دي.

په دې غږ کې د انتقالي حکومت د جوړېدو او د یوه ټول شموله سیاسي نظام د جوړېدو غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی، خو طالبان وايي، حکومت ټول شموله دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x