د ملي دفاع وزارت د جګړیزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه لسګونه سرتېري فارغ شول

memaarpress.com

د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې: په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معاونیت مرستیال مولوي بازمحمد  حمیدي  د ښوونې، روزنې او دوکتورینو قومندان ملا عبدالجبار صدیقي د جلب او جذب قوماندان مولوي تراب الهادي  طیب عمر  او د یاد وزارت ګڼ شمېر مسئولینو او سرتېرو ګډون کړی وو.

په غونډه کې مسئولینو د اسلامي اردو په لیکو کې ملي یووالی اړین وباله او ډاډ یې ورکړ، چې داسې یوه اسلامي ملي اردو به چمتو کړي، چې د اسلامي ارزښتونو، ملي یووالي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا  ساتونکي وي.

د یادونې وړ ده، چې دغه نوي جلب شوي ځوانان د پنجشېر ولایت څخه وو، چې د خپل دین او هېواد د خدمت کولو لپاره یې په ډېره مینه او جذبه نوم لیکنه کړې وه او همدا راز په پای کې یادو فارغانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول

بیشتر بخوانید:  طالبان: علما د ولس په یووالي او ټینګښت کې مهم رول لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x