د معمار د خبر له مخې؛ یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملي دفاع وزارت قطعاتو او جزوتامونو ۵۲ تنه سرتېري د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د لوژستیک او مخابرې له مسلکي زده کړو څخه پرون د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې غونډه کې د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ مسؤلينو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
په ورته وخت کې فارغ شویو سرتېرو د جګړه يیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسئولینو څخه مننه وکړه، چې د سرتېرو د ښوونې او روزنې په برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي، د غونډې په پای کې فارغانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.