د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د دوحې تړون ته په نوي غبرګون کې دغه تړون د هېواد د اوسني وضعیت بنسټ ګڼي او د هغه د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده. د ملي مقاومت شورا د جمعې په ورځ د حوت ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې وویل: “د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا د دوحې د تړون د مادو په لغوه کولو باندې د ټینګار په ترڅ کې په دې باور ده چې نننی وضعیت د هراړخیزې ملي پروسې له لارې بدلون ته اړتیا لري.” دغې شورا د خلکو د ارادې پربنسټ د یوه جامع حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې که دا وضعیت دوام وکړي، افغانستان به په سیمه ییزه او نړیواله کچه د ترهګرۍ د ودې او صادرولو په مرکز بدل شي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې د دوحې تړون په افغانستان کې جګړه پای ته رسولې، خو امریکا پرې عمل نه دی کړی.

- 37
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7847
- کې خپور شو 12:27 ب.ظ
- د خبر شمیره 7847
- March 2, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7847
- کې خپور شو 12:27 ب.ظ
- د خبر شمیره 7847
- March 2, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:27 - March 2, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



