د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون غونډه د ملي دفاع، کور او ښارجوړولو وزارتونو او اترا ادارې د چارواکو په شتون کې ترسره شوه

د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون غونډه د ملي دفاع، کور او ښارجوړولو وزارتونو او اترا ادارې د چارواکو په شتون کې ترسره شوه

دغه غونډه د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غړو، د ملي دفاع او کور او ښار جوړولو وزارتونو او د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) د باصلاحيته او مسلکي استازو په شتون کې ترسره شوه.

په غونډه کې د تېر کال پر تشکيل، مالي پلان، کړنو، لاسته راوړنو، امتيازي معاشونو، NTA او د يادو ادارو پر بالمقطع سهميې هر اړخيز بحث وشو.

همداراز ملي دفاع وزارت ته وويل شول، چې د بې سرنوشته مجاهدينو د ثبت او ګمارنې په برخه کې اقدام وکړي او مجاهدين پر بستونو وګماري.

په یاده غونډه کې همدارنګه کور او ښار جوړولو وزارت مکلف شو، ترڅو په معياري ډول د ښاري پراختيا په برخه کې هڅې وکړي او پر اترا ادارې ټينګار وشو، چې له مخابراتي خدمتونو څخه محرومو لرې پرتو سيمو ته د مخابراتي خدمتونو برابرولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون په پرونۍ غونډه کې همدارنګه د پيلوټانو، انجينرانو، تخنيکرانو، روغتیايي کادرونو او نورو مسلکي برخو په اړه هر اړخيز بحث وشو او په پای کې لازم تصميمونه ونيول شول.

بیشتر بخوانید:  په چابهار کې د سوداګریزو فعالیتونو زیاتوالی، د ایران د خبرو تمرکز له افغانستان سره
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x