د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، هغه زلزلې چې د دوشنبې په سهار د افغانستان شمالي ولایتونه ولړزول، د استوګنیزو او تاریخي ځایونو ترڅنګ، د مزار شریف آبی جومات ته یې هم درانه زیانونه اړولي دا جومات د هېواد له مهمو مذهبي او تاریخي بناوو څخه شمېرل کېږي. دغه زلزلې د شمال څو ولایتونو ته تاوانونه اړولي، خو تر ټولو ډېر زیان یې د مزار شریف آبی جومات ته رسولی دی.
په خپرو سویو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري چې د جومات د دیوالونو او مشهوره فیروزهيي ګنبدې ځینې برخې چاک سوې او لویدلې دي. آبی جومات چې د اسلامي معمارۍ او زیارت یو ملي سمبول بلل کېږي او هر کال زرګونه زیارت کوونکي ورځی، په دې زلزله کې سخت زیانمن سوی دی.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې د جومات د انګړ او آبي ګنبدي خښتې رالویدلې دي او دیوالونه یې ځایځای نړېدلي دي. ځایي چارواکو ویلي، د بیړنیو مرستو ډلې د جومات دننه او شاوخوا سیمو کې د تاوان ارزونه کوي، او د ژورو درزونو له امله د لا نورو برخو د نړیدو خطر هم سته.
د طالبانو د دفاع وزارت اعلان کړی چې د ژغورنې عملیات یې په زیانمنو سیمو کې پیل کړي، او د ملګرو ملتونو ادارو هم د بشري اړتیاوو د ارزونې او بیړنیو مرستو لپاره خپل ټیمونه لېږلي دي. افغانستان په وروستیو کلونو کې څو ځله د ویجاړوونکو زلزلو شاهد پاتې سوی، او چارواکي خبرداری ورکوي چې وروسته لړزې ښايي د جومات نورې برخې هم راونړوي. دا تاریخي ودانۍ چې ورته د «اسلامي معمارۍ ګاڼه» ویل کېږي، د هېواد له مهمو فرهنګي او مذهبي نښو څخه ده.







