د مرګ نندارې ته د ۸۰ زره کسانو د راټولیدو په اړه یو ژور فکر

د خوست لوبغالي کې عامه اعدام د شاوخوا ۸۰ زره کسانو په حضور کې، یوازې د یو حکم عملي کول نه، بلکې د ټولنې فرهنګي او رواني سقوط څرګندونه ده؛ هغه ځای چې ویرې د قانون ځای نیولی، نندارې د عدالت ځای نیولی، او مرګ د ژوند ځای نیولی دی. دغه پیښه د تاوتریخوالي عادي کېدو او د ټولنې د وجدان د زوال په اړه یوه جدي خبرداری دی.
د مرګ نندارې ته د ۸۰ زره کسانو د راټولیدو په اړه یو ژور فکر


کله چې لوبغالی د مرګ ډګر سي
د مرګ نندارې ته د ۸۰ زره کسانو د راټولیدو په اړه یو ژور فکر

د خوست لوبغالي کې عامه اعدام د شاوخوا ۸۰ زره کسانو په حضور کې، یوازې د یو حکم عملي کول نه، بلکې د ټولنې فرهنګي او رواني سقوط څرګندونه ده؛ هغه ځای چې ویرې د قانون ځای نیولی، نندارې د عدالت ځای نیولی، او مرګ د ژوند ځای نیولی دی. دغه پیښه د تاوتریخوالي عادي کېدو او د ټولنې د وجدان د زوال په اړه یوه جدي خبرداری دی.

په یوه عادي کاري ورځ کې، د افغانستان په زړه کې، اتیا زره انسانان د خوست لوبغالي کې راټول سول ترڅو د یو سړي د اعدام صحنه وګوري. دغه پیښه له یوې سزا څخه ډیره، د ټولنې ژور فرهنګي، رواني او اخلاقي ناروغۍ نښه ده؛ د هغه فرهنګ نښه چې د «ژوند» پر ځای د «مرګ» لور ته روانه ده.

طالبان له واک ته د بیا رسیدو د لومړیو ورځو راهیسې، یو ځل بیا لوبغالی د «اعدام پر ډګر» بدل کړی دی. هماغه نمونه چې د دوی د لومړني حکومت په ورځو کې هم تکراریده: د خلکو د سترګو په وړاندې د احکامو عملي کول، ترڅو د «وېرې» له لارې حکومت وکړي، نه د «قانون» له لارې.

خو د اعدام ننداره یوازې سزا نه ده؛ بلکې د انسان د تحقیر له لارې د واک ټینګولو وسیله ده. طالبان د زرګونو کسانو له حضور نه فلم نه غواړي، بلکې د تسلیم سوې ټولنې روان غواړي.

له دیني اړخه، دغه عمل هیڅ اسلامي ملاتړ نه لري. اسلام هیڅکله امر نه دی کړی چې سزا په عامه ډګر کې، د تماشچیانو او ماشومانو په منځ کې عملي سي. که قصاص ترسره کېږي، باید له عدالت، آرامۍ او انساني کرامت سره وي، نه د مرګ شور او غوغا سره.

قرآن کریم د بقرې سورت، آیه ۱۷۹ کې فرمایي:
«وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ»
یعنې: ای عقل لرونکو! په قصاص کې د ژوند مایه سته، ترڅو د شرعي دلیل پرته د خلکو د وینې تویدنې څخه پرهیز وکړئ. (نه د انتقام تمایل پیاوړی کړئ!)

نو هېڅ عقل لرونکی انسان د وینه تویونکی قاتل او مجرم د اعدام مخالف نه دی؛ که قاتل بېګناه انسان په ناحقه وژلی وي او د مقتول کورنۍ، د قرآن د بخښنې سپارښتنې سره سره، بخښنه ونه کړي، د قصاص حکم عملي کول مشروع او عادلانه حق دی.
خو د عدالت د عملي کولو څرنګوالی، خپله د عدالت برخه ده؛ که اعدام ترسره کېږي، باید په زندان کې، د مقتول کورنۍ او قضایي ادارو په حضور کې وي؛ نه په لوبغالي کې، نه د تماشچیانو د غږونو په منځ کې او نه د ماشومانو په حضور کې. اعدام نندارې ته اړتیا نه لري؛ عدالت ننداره نه ده.

قرآن د انتقام غږ نه کوي؛ قرآن عدالت په نرمه توګه وایي. او همدغه کرښه ده چې طالبان د الهي عدالت او جاهلانه انتقام ترمنځ نه پوهېږي.

اتیا زره کسان، په یوه کاري ورځ کې، د خوست لوبغالي ته لاړل ترڅو مرګ وګوري. دا معنا لري یوه ټولنه چې له معنا او خوښۍ خالي سوې؛ یوه ټولنه چې د ژوند له حیرانوالی محرومه سوې او د داخلي تشې ډکولو لپاره د مرګ حیرانوالی ته مخه کړې ده.

د ټولنیزې ارواه پوهنې له اړخه، داسې پراخ حضور د رواني ستړیا، فرهنګي فقر او د ټولنې بې‌موخې ښکارندويي کوي. بې‌کاري، اقتصادي فشار، د سالمې ساتیرۍ نشتوالی، د فرهنګي او تعلیمي فضا تړل، ټول په ګډه د ټولنې روان د تاوتریخوالي لوري ته هڅوي.

پوښتنه دا ده:
ایا په همدې خوست ښار کې، د رخصتیو په ورځو کې، د فوټبال یا والیبال د تماشې لپاره ۸۰ زره کسان راټولیږي؟
ولې خلک د ورزش د حیرانتیا پر ځای د وینې حیرانتیا لټوي؟
ځواب څرګند دی: د دین او ژوند ناسمه پوهه، چې نه یوازې اقتصاد یې ویجاړ کړی، بلکې د ټولنې ذهن او روح هم ناروغ کړی دی.

اسلام؛ د ژوند دین دی، نه د مرګ دین. هرکله چې طالبان له انتقاد سره مخ سي، ځواب وایي: «موږ اسلامي شریعت عملي کوو.»
خو آیا شریعت یوازې په لاس او غاړې پرې کولو کې خلاصه کېږي؟
آیا هماغه اسلام نه وايي چې «د ښځو او نارینه مسلمانانو لپاره د علم غوښتنه واجب ده»؟
نو ولې د ښځو او انجونو پر مخ مو د علم او زده کړې دروازې تړلي دي؟

رښتینی اسلام، د کرامت او عقل دین دی؛ نه دین د نندارې او تحقیر. که طالبان رښتیا د شریعت پر عملي کولو باور لري، باید لومړی د علم، عدالت او رحمت شریعت په ټولنه کې عملي کړي، نه د طناب او ټوپک شریعت.

د هرې ټولنې فرهنګ په ځانګړي توګه په اوسني عصر کې، د روزنې، ښوونې او رسنیو انعکاس دی.
په یوې ټولنې کې چې تلویزیون بند دی، حتی بې کلامه موسیقي بنده ده، کتابتونونه وران او ښځه له ټولنې حذف سوې، طبيعي ده چې د خلکو روح د تاوتریخوالي لوري ته ځي.

په داسې فرهنګ کې، د اعدام لیدل د زیارت په څېر کېږي، او شلاق وهل د ایمان نښه.

خو پایله څه ده؟ یو داسې نسل چې د مینې پر ځای ظلم زده کوي؛ یو نسل چې د وینې د لیدو خوند اخلي، نه د جوړولو او فکر کولو. که دا جریان دوام وکړي، موږ به نه یوازې له سیاسي سقوط سره مخ سو، بلکې له فرهنګي او انساني سقوط سره هم؛ یو ژور سقوط چې له هرې نظامي ماتې نه ژور دی.

Zarlasht:
عامه اعدام نه یوازې د مجرم کورنۍ مجازاتوي، بلکې د ټولنې روان هم زخمي کوي.
ماشومان چې په دې صحنو کې حاضر وي، د مرګ او تاوتریخوالي انځور په ذهن کې ثبتوي. دا یوه ټولیزه رواني شکنجه ده؛ په یوه ملت کې پټ زخم چې له دننه له منځه ځي.

دین او اخلاق دواړه خبرداری ورکوي: «د نورو د درد لیدلو عادت، د انسان وجدان مړ کوي.»
هغه ټولنه چې د درد لیدو عادت کوي، ناوخته یا ژر، له ظلم سره هم عادت کوي.

په داسې زمانه کې، چوپتیا یوه نه بخښل کېدونکې ګناه ده. پوهه لرونکي او د عقل خاوندان روحانیان باید پورته سي او له منبرونو څخه وغږیږي چې اصلي اسلام، د علم او رحمت اسلام دی، نه د طناب او ټوپک اسلام. دوی باید طالبان له قلمي، منطقي او سم دیني تفسیر سره چلنج کړي، نه د تورې له لارې.

سره له دې، روشنفکران، لیکوالان، هنرمندان او فرهنګي کسان هم مسؤلیت لري چې د ټولنې وجدان راویښ کړي. دوی باید خلک د مرګ فرهنګ څخه د ژوند فرهنګ، د نفاق فرهنګ څخه د همدردۍ فرهنګ، او د سطحیت او ړوند تقلید فرهنګ څخه د فکر او عقل فرهنګ ته راستانه کړي.

په خوست کې اعدام د اتیا زره کسانو په حضور کې یوازې د یو قاتل سزا نه وه؛ د دې خلکو ژورې فرهنګي او رواني ناروغۍ نښه وه.
طالبانو خپل حکومت پر ویره جوړ کړی دی، خو ویره هېڅکله پایداره نه وي. یوازې پوهاوی او عقل دی چې یو ملت ژغورلی سي.

تر هغه وخته پورې چې د دې خلکو لپاره د مرګ لیدل د ژوند جوړولو پر ځای جذاب وي، هغوی به لا هم په تیاره کې پاتې سي.
خو که د ټولنې وجدان راویښ سي، که علما او روشنفکران لاس په کار سي، لا هم امید سته چې د افغانستان روح د جهل او تاوتریخوالي له زیرمې پورته سي. افغانستان، نن ورځ د هر وخت نه زیات، فرهنګي او دیني بیدارۍ ته اړتیا لري. او همدارنګه د ټولنې د وجدان او عقل بیدارۍ ته اړتیا لري، نه د جهل او ناپوهۍ د خپرولو. افغانستان د ټوپک او ویرې حکومت ته اړتیا نه لري، بلکه د عقل او وجدان بیدار حکومت ته اړتیا لري.
او دا د ټولو دنده ده، له دیني عالم څخه تر روشنفکره، له شاعر څخه تر هنرمند، له لیکوال څخه تر ښوونکي پورې، چې د دین ناسم فهم او د حکومتدارۍ ناسم فهم په وړاندې، د عقل، رحمت او پوهاوي فرهنګ وغږوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x