د معمار پرس د خبر له مخې؛ د یونان ساحلي ګارد د مدیترانې په بحیره کې د یوې کښتۍ د ورکیدو خبر ورکړی چې شاوخوا ۴۰ مهاجر پکې سپاره وو. دا کښتۍ د تېرې جمعې په ورځ د مالتا ټاپو ته څېرمه لیدل شوې او له هغه راهیسې دغه کښتۍ د مدیترانې په سمندر کې ورکه شوه. ايټالوي ځواکونه وايي، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پولې ساتنې ادارې (فرونټکس) اړوند يوې الوتکې د تېرې جمعې په ورځ د مالتا ټاپو ته څېرمه کښتۍ ليدلې ده. دغه کښتۍ وروسته له هغه د مدیترانې په سمندر کې ورکه شوه. د ایټالیا ساحل ساتونکو کښتیو او الوتکو سربیره ، په سیمه کې سوداګریزې کښتۍ د مهاجرو کښتۍ لټون کوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7521
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7521
منتشر شده در ۱۲:۳۰ - جدی ۲۸, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email