د ماشوم نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د بحران دروند سیوری

نن پنجشنبه، د عقرب ۲۱مه/نوامبر ۲۰مه د ماشوم نړیواله ورځ ده؛ هغه ورځ چې په ډېرو هېوادونو کې په خوشحالۍ او ملاتړ کوونکو برنامو ولمانځل سي، خو په افغانستان کې دغه ورځ یوازې د میلیونونو ماشومانو د دردوونکو واقعیتونو یوه توره هنداره ده.
د ماشوم نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د بحران دروند سیوری


نن پنجشنبه، د عقرب ۲۱مه/نوامبر ۲۰مه د ماشوم نړیواله ورځ ده؛ هغه ورځ چې په ډېرو هېوادونو کې په خوشحالۍ او ملاتړ کوونکو برنامو ولمانځل سي، خو په افغانستان کې دغه ورځ یوازې د میلیونونو ماشومانو د دردوونکو واقعیتونو یوه توره هنداره ده. هغه څو اړخیز بحرانونه چې له مطلق فقره تر ناامني او اوږدمهاله جګړې پورې غځېدلي، د دې نسل راتلونکی په تیاره او ابهامۍ کې غورځولی دی. تاج‌الدین اویوالی، د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی په افغانستان کې، نن د ماشوم نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړ چې بې‌سارې فقر، دوامداره ناامني او اقلیمي بحرانونه د ماشومانو د ژوند اساس لړزولی دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې دوه اوونۍ وړاندې یونیسف اعلان کړی وو چې له هر پنځو افغان ماشومانو څخه یو اړ دی چې کار وکړي؛ دا شمېر نه یوازې د نن ورځې محرومیت څرګندوي، بلکې د هېواد د راتلونکې استعدادونه قرباني کوي. په هغه خاوره کې چې څو لسیزې جګړه یې د پرمختګ زیربناوې له منځه وړي، ناتوان حکومتونه ونه توانېدل د دې ګواښونو په وړاندې کلک سپر جوړ کړي. اقتصادي فقر، پراخه بې‌کاري او د مسؤلو بنسټونو ضعف، ماشومان له طبیعی حقونو، لکه تعلیم او لوبو، محروم کړي او پر ځای یې د سخت کار وسایل ورته سپارل سوي دي.

ماشومان چې باید په ښوونځیو او د لوبو په میدانونو کې وده وکړي، نن ورځ په کوڅو او کارخانو کې د یوې کچې ډوډۍ د موندلو په هڅه دي، چې کورنۍ یې توان نلري برابر کړي. دا وضعیت نه یوازې د دوی بدن ضعیفوي، بلکې روح یې د ناامیدۍ او محرومیت په یوه کړۍ کې قیدوي. په پرمختللو او حتی په ځینو پرمختیايي هېوادونو کې، ماشومان د ملت اصلي پانګې ګڼل کېږي او د پراخو ملاتړیزو پروګرامونو له لارې وده کوي؛ خو په افغانستان کې د دې پانګو د نادیده‌ګۍ له امله، ټولنه د یوې نازکې راتلونکې پر لور روانه ده. هغه نسل چې نن د تعلیم او روغتیا له امکاناتو محروم پاتې سي، سبا به د هېواد جوړولو توان ونه لري. په ماشومانو د پانګونې نشتوالی یوازې د اوسني وخت یوه فاجعه نه ده؛ بلکې د راتلونکي لویو ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي بحرانونو تخم کرل کېږي.

هغه ټولنه چې ماشومان یې په فقر او جبري کار کې لوی سي، نه سي کولای ثبات او پرمختګ ته ورسېږي. اوس وخت دی چې ټول مسؤل نهادونه او اشخاص، له حکومت او کورنیو نیولې تر نړیوالو سازمانونو او رسنیو، خپل تاریخي مسئولیت په یاد راوړي. پرته له سمدستي او ګډې پانګونې په تعلیم، تغذیه، روغتیا او امنیت کې، ټول هغه شعارونه چې د یوې ښې راتلونکې لپاره ویل کېږي، یوازې په خبرو پاتې کېږي. د ماشومانو نړیواله ورځ یوازې یوه نېټه باید نه وي؛ بلکې باید د ټولنیزې بیدارۍ او عملي ژمنې لپاره یوه مهمه نقطه وي، ترڅو د افغانستان د راتلونکي نسل ژغورنه یقیني سي. ددې هیواد د نن ماشومان، د سبا جوړونکي دي؛ که نن له لاسه ورکړل سي، افغانستان به د تل لپاره د خپل روح یوه برخه له لاسه ورکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x