د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل، چې د هېواد په کچه یې د ټولو پوهنتونونو له مسوولینو او استادانو سره لېدلي، چې د پوهنتونونو د روان بهیر او ستونزو لرې کولو او همدا راز د هېواد په کچه د لوړو زده کړو د پرمختګ پر لارو چارو یې هر اړخیزه بحث او خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د استادانو د وړتیا لوړونې ترڅنګ د استادانو ټولو حقونو او امتیازونو ته پوره او ځانګړې پاملرنه کوي او دې برخه کې ځانګړي پلانونه هم تر لاس لاندي لري.