د مکسیکو د ټاکنو کمیسیون د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه د ټاکنو د رایو د پایلو پر بنسټ د دغه هېواد د ولسمشرې په توګه د کلاودیا شینباوم بریا تایید کړه. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د یوې میرمنې بریا د مکسیکو لپاره یو لوی ګام دی. هغه به په مکسیکو کې لومړنۍ ښځینه ولسمشره وي. شینباوم دمخه د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۳ پورې د مکسیکو ښار د ښاروال په توګه دنده ترسره کړې. کلاډیا شینباوم به د میزان په لسمه خپله شپږ کلنه دوره پیل کړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8910
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8910
منتشر شده در ۱۴:۴۹ - جوزا ۱۴, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email