د اسرائیلو د رژیم رسنیو له لبنان څخه د نیواک شویو فلسطیني سیمو په شمال کښې د لسګونو توغندیو او راکټونو له ویشتلو وروسته د دغه رژیم د خبرداري او دفاعی سایرونو د فعالیدو خبر ورکړ. دغو رسنیو ادعا کړې، چې د لبنان حزب الله د فلسطین په اشغال شوې پولو کې د شاوخوا پنځوسو توغندیو په ویشتلو سره په نښه کړی دی. د دغو حملو په نتیجه کښې تر اوسه پورې د دغې سیمې او د لبنان په جنوب کښې په سرحد کښې د اسرائیلو د رژیم ځینې اډې ویجاړې شوې او د صهیونیسټانو پوځی تجهیزات لکه ټانکونه، د پرسونل ګاډی او زغره وال ګاډی هم په نښه شوی دی او یو زیات شمیر صهیونیسټی پوځیان هم وژل شوی دی. له دغې حملې څو ساعته وروسته دحزب الله غورځنګ اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کښې د ملکیانو په نښه کولو د صهیونیسټی جنایت په غبرګون کښې یې د لومړی ځل لپاره د بیت هلل په ښار کښې د صهیونیسټی رژیم په لسګونو کاتیوشا توغندی وویشتل.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9842
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 9842
منتشر شده در ۱۵:۰۱ - اسد ۱۴, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email