د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، حسین الحاج حسن، د لبنان په پارلمان کې د حزبالله استازي، په هغه سیاسي ناسته کې چې د حزبالله د عامه اړیکو لهخوا د بقاع په درې کې جوړه سوې وه، وویل چې تسلیمېدل د مقاومت په قاموس کې ځای نه لري. نوموړي زیاته کړه چې د هر ډول یرغل په صورت کې، د ځان او د لبنان د ولس دفاع د حزبالله مشروع حق دی.
الحاج حسن وویل: «اسرائیل هڅه کوي د امنیتي، پوځي او سیاسي فشارونو له لارې مقاومت او د هغه وسلې له منځه یوسي، خو موږ هغوی ته وایو چې مقاومت به پاتې کېږي او د لبنان او خپلو ملي ګټو د دفاع لپاره چمتو یو.»
نوموړي په لبنان کې د حزبالله لومړیتوبونه داسې یاد کړل: د یرغلونو درول، د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو له لبناني خاورې شاتګ، د بندیانو خوشې کېدل، د هېواد بیا رغونه او د ملي دفاعي ستراتیژۍ په اړه بحث.
د لبنان د پارلمان دې غړي زیاته کړه چې هېواد یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۷۰۱ پرېکړهلیک ته ژمن دی، په داسې حال کې چې اسرائیل دې پرېکړهلیک ته پابند نه دی پاتې سوی او د اوربند هوکړه یې نه ده عملي کړې.
الحاج حسن همدارنګه ټینګار وکړ چې حزبالله د ټاکنو پر خپل وخت د ترسره کېدو غوښتونکی دی او د حزبالله او امل غورځنګ ترمنځ اړیکې لا هم ټینګې او قوي دي او په راتلونکي کې به نورې هم پیاوړې سي.



