د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ هبتالله آخوندزاده، د طالبانو رهبر، په نوي فرمان کې درې والیان، دوه د والیانو مرستیالان او د دې ډلې شپږ امنیتي او دفاعي مسؤلین په نویو دندو ټاکلي دي. دغه بدلونونه د طالبانو د داخلي ګمارنو د هغه دوامداره لړۍ برخه ده، چي پکښي مسؤلین یوازې له یوې دندې څخه بلي دندې ته انتقالیږي.
د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې، د طالبانو د رهبر فرمانونو هیڅکله هم د نوو څېرو د معرفي کولو او یا د دې ډلې په رهبرۍ کې د قومي او جنسیتي دایرې د پراخولو زمینه نه ده برابره کړې. سیاسي ښنونکی وايي، چي دغه ډول ګمارني نه یوازې د قدرت انحصار په یوې محدودي کړۍ کې ښکاره کوي، بلکي د طالبانو په خپل جوړښت او د هیواد د نورو قومونو په منځ کې نارضایتي هم زیاته کړې ده.
د منځني ختیځ د انستیتیوت د شمیرو پر بنسټ، د طالبانو د کابینې او لوړپوړو چارواکو زیات شمېر د یوه ځانګړي قوم له غړو او د طالبانو د اصلي ترکیب له افرادو جوړ سوی دي. همدارنګه، د طالبانو په حکومتي جوړښت کې نه کومه ښځه سته او نه هم د قومي یا مذهبي اقلیتونو کوم استازی حضور لری.
نړیوالو بنسټونو بیا بیا غوښتنه کړې ده، چي په افغانستان کې باید یو ټولشموله، مشارکتي او متنوع سیاسي جوړښت رامنځته سي، خو طالبانو تر اوسه دغو غوښتنو ته مثبت جواب نه دی ورکړی او د یوې یورنګې او غیرمسؤلې ادارې پر دوام ټینګ ولاړ دي.



