د قوش تېپې کانال د لویې پروژې دوهم پړاو، چې د کیندلو برخه کې ۹۰٪ پرمختګ لري، ډېر ژر به د کار لپاره چمتو شي.

د قوش تېپې کانال د لویې پروژې دوهم پړاو، چې د کیندلو برخه کې ۹۰٪ پرمختګ لري، ډېر ژر به د کار لپاره چمتو شي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي الله ارغندیوال پرون (چهارشنبه، د جوزا ۷مه) اعلان وکړ چې د دې کانال د دوهم پړاو جوړول په سیستماتیک او چټک ډول روان دي.

ارغندیوال ټینګار وکړ چې د دې پړاو د پام وړ بریالیتوب د تخنیکي ټیمونو د نه ستړې کېدونکې هڅو او د کورنیو ظرفیتونو د کارولو پایله ده.

د پروژې د سیمه ییز مدیر ذبیح الله میري په وینا، د قوش تېپې کانال په جوړولو کې کورني کارګران او مواد کارول شوي دي.

دې طریقې نه یوازې لګښتونه کم کړي دي بلکې د سیمه ییز اقتصاد په پیاوړتیا کې یې هم مرسته کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه