د قطر د بهرنیو چارو وزیر: موږ د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته ژمن یو

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ محمد بن عبدالرحمن وویل، د افغانستان د اوسني او راتلونکي نسل د روښانه راتلونکي د جوړولو لپاره باید له تبعیض پرته اقدامات وشي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د ټولو اتباعو تر منځ د سوله ییز ژوندانه ملاتړ کوي.

د قطر حکومت د افغان سولې د خبرو کوربه وو.

په قطر کې له امریکا سره له څو میاشتو خبرو اترو وروسته طالبانو له افغانستانه د وتلو موافقه وکړه.

د افغانستان د پخواني حکومت او طالبانو ترمنځ هم په دغه هېواد کې اوږدې خبرې وشوې، خو بالاخره طالبانو د سولې هوکړې ته له رسېدو مخکې افغانستان په پوځي ډول ونیوه.

اوس قطر د طالبانو او غربي هېوادونو ترمنځ د منځګړي رول لوبوي.

د افغانستان لپاره د امریکا او برتانیې سفارتونه هم له دوحې څخه خپل کارونه پرمخ وړي.

بیشتر بخوانید:  رحمت الله نبیل: د طالبانو ملاتړي او لابیان باید له افغان نجونو بخښنه وغواړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x