د قطر د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو او پاکستان د اوربند له اعلاميې څخه د «پولې» کلمه لرې کړه

د قطر د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو او پاکستان تر منځ د اوربند په اړه د خپلې اعلاميې نوې بڼه خپره کړې ده، چې پکښې د «پولې» کلمه د وروستۍ فقرې څخه ایستل سوې ده.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=154944
۳ ساعتونه مخکی
شماره خبر 154944
منتشر شده در 1:40 ب.ظ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د قطر د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو او پاکستان تر منځ د اوربند په اړه د خپلې اعلاميې نوې بڼه خپره کړې ده، چې پکښې د «پولې» کلمه د وروستۍ فقرې څخه ایسته سوې ده. دا بدلون نږدې ۱۸ ساعته وروسته له هغې رامنځته سوی چې د اعلاميې لومړۍ بڼه خپره سوې وه.

په لومړۍ نسخه کې د قطر د بهرنيو چارو وزارت هيله څرګنده کړې وه چې دا اوربند به «د دواړو ورونو هېوادونو تر منځ د پولې پر اوږدو د شخړو د کمېدو» سبب سي؛ خو په نوې نسخه کې د «د پولې پر اوږدو» عبارت له منځه تللی او يوازې د «د دواړو ورونو هېوادونو تر منځ د تاوتريخوالي د کمېدو» يادونه سوې ده.

په لومړۍ اعلاميه کې راغلي وو: «د قطر د بهرنيو چارو وزارت هيله څرګنده کړې ده چې دا مهم ګام به د دواړو ورونو هېوادونو تر منځ د پولې پر اوږدو د شخړو په کمېدو کې مرسته وکړي او د دايمي سولې لپاره به يوه ټينګه زمينه برابره کړي.»

د دې عبارت لرې کول په داسې حال کې سوی، چې سياسي شنونکي باور لري دا بدلون ښايي د دې لپاره سوی وي، څو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سياسي او پولي حساسيتونو څخه مخنيوی وسي او د قطر بې‌طرفه منځګړيتوب وساتل سي. د طالبانو او پاکستان تر منځ خبرې اترې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د قطر په منځګړتوب ترسره سوې وې، چې موخه يې د دواړو هېوادونو تر منځ د امنيتي او پولي تاوتريخوالي راکمول ښودل سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
محمدنبی-عمری
طالبان: بګرام ته د امریکایي ځواکونو بیرته راستنیدل ناممکن دي
محمد نبي عمري، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال، د امریکا له احتمالي بیرته راستنېدو او د بګرام له اډې سره د تړون په اړه خبرې رد کړې او ویلي یې دي چې «له امریکا سره د بګرام په اړه هیڅ توافق نه دی سوی او اساساً داسې څه امکان نه لري.»
Muslim-World-League
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان: د طالبانو او پاکستان اوربند د سیمې د سولې لپاره یو مثبت ګام دی
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستي اوربند تړون هرکلی کړی او هغه یې د سیمې د سولې او ثبات لپاره «یو مثبت او رغوونکی ګام» بللی دی.
شاه-محمود-میاخیل
شاه محمود میاخېل: د طالبانو او پاکستان د اوربند تړون د افغانستان په زیان دی
شاه محمود میاخېل، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند تړون د افغانستان په زیان بللی او ویلي یې دي چې په دې تړون کې د کابل د خاورې نقض، د ملکي وګړو تلفات او د ډیورند کرښې موضوع له پامه غورځول سوې ده.
سخنگوی-طالبان
د طالبانو ویاند: له پاکستان سره مو د سولې او متقابل درناوي پر بنسټ موافقه وکړه
د طالبانو ویاند اعلان کړی چې له پاکستان سره د بشپړ اوربند تړون د دوحې په خبرو کې لاسلیک سو، او ټینګار یې کړی چې دواړه خواوې به له دښمنانه کړنو لاس اخلي.
مطالب پیشنهادی
پاکستان-
پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د نوي سیمه‌ییز تجارت د طرحې خبر ورکړ
پاکستان خبر ورکړی چې د افغانستان، ایران او روسیې سره یې د نوي سیمه‌ییز تجارت طرح تصویب کړې چې هدف یې د دې هېوادونو تر منځ د معاملو اسانول او د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.
2235208_707
د اروپا اندیښنه د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه
اصلي پوښتنه دا ده چې ولې د اروپا اتحادیې او نورو نړیوالو بنسټونو د روښانه دریځونو سره سره، لا هم د نړیوالې ټولنې او طالبانو تر منځ هیڅ ډول عملي او دوامداره تعامل رامنځته سوی نه دی؟
محمدنبی-عمری
طالبان: بګرام ته د امریکایي ځواکونو بیرته راستنیدل ناممکن دي
محمد نبي عمري، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال، د امریکا له احتمالي بیرته راستنېدو او د بګرام له اډې سره د تړون په اړه خبرې رد کړې او ویلي یې دي چې «له امریکا سره د بګرام په اړه هیڅ توافق نه دی سوی او اساساً داسې څه امکان نه لري.»
Muslim-World-League
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان: د طالبانو او پاکستان اوربند د سیمې د سولې لپاره یو مثبت ګام دی
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستي اوربند تړون هرکلی کړی او هغه یې د سیمې د سولې او ثبات لپاره «یو مثبت او رغوونکی ګام» بللی دی.
آخرین اخبار مهم
په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د استوګنیزو سیمو د ویجاړولو عملیات پنځمې ورځې ته ورسېدل
۳ ساعتونه مخکی
د قطر د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو او پاکستان د اوربند له اعلاميې څخه د «پولې» کلمه لرې کړه
۳ ساعتونه مخکی
د افغانستان د فوټسال د ۱۷ کلونو څخه کم عمره ملي لوبډله د آسیایي لوبو لپاره بحرین ته ولاړه
۳ ساعتونه مخکی
د سپین بولدک دروازه به درې ورځو کې د سوداګریز تګ راتګ لپاره پرانیستل سي
۳ ساعتونه مخکی
د افغانستان تکواندو لوبغاړي د نړیوالو او آسیایي سیالیو لپاره روان سول
۲۴ ساعتونه مخکی
ملګری ملتونه: د انټرنېټ بندېدل د افغانستان د ښځو ژوند لا ستونزمن کړی دی
۱ ورځ مخکی
د افغانستان او پاکستان د پولو د تړل کېدو له امله د سوداګرو میلیونونه ډالره زیان
۱ ورځ مخکی
د ایران اسلامي جمهوریت د طالبانو او پاکستان د اوربند هرکلی وکړ
۱ ورځ مخکی
گزارش و مصاحبه
د ښځو غږ باید واورېدل سي، حتی که نوم یې پاتې نه سي!
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ څلور کاله تېر سول؛ څلور کاله چې د بیان آزادۍ، زده‌کړې او رسنیو فعالیتونو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو سره مل وو.
۱ اونۍ مخکی
3:59 ب.ظ
طالبان و آزمون دشوار مهار تروریسم در افغانستان
طالبان در آزمون دشوار مهار تروریزم، نه‌تنها با تهدیدهای داخلی و حملات مرزی روبه‌رو هستند، بلکه زیر ذره‌بین قدرت‌های منطقه‌ای و جهانی نیز قرار دارند. تا زمانی که گروه‌های تروریستی در خاک افغانستان فعال‌اند و روابط کابل با همسایگان پرتنش باقی بماند، ادعای ثبات و امنیت بیشتر شبیه شعار است تا واقعیت.
۱ اونۍ مخکی
6:59 ب.ظ
قطع اینترنت در افغانستان؛ نشانه بحران درونی طالبان یا تلاش برای خاموش کردن صداها؟
دربرنامه «فانوس» تلویزیون معمار، رامش سالمی کارشناس سیاسی، قطع سراسری ارتباطات در افغانستان را اقدامی هدفمند برای مهار آزادی بیان و پنهان‌سازی بحران‌های داخلی طالبان دانست.
۳ اونۍ مخکی
1:28 ب.ظ
ملګري ملتونه: د وريجو د کر او تولید بهیر په افغانستان کې پیاوړی کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.
۳ اونۍ مخکی
4:10 ب.ظ
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
۴ اونۍ مخکی
2:12 ب.ظ
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۱ میاشت مخکی
1:57 ب.ظ