د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د قطر د سرې میاشتې ټولنې (QRCS) یوه پروژه د افغانستان د هغو کورنیو د معیشت د ښه کولو لپاره پیل کړې چې د جګړو او طبیعي پېښو له امله زیانمنې سوې دي.
د راپورونو پر بنسټ، دغه پروژه د یکشنبې په شپه (۳۰ د قوس) د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همکارۍ او د ځایي چارواکو په همغږۍ پیل سوې، چې ټولیز لګښت یې له یو میلیون قطري ریالو څخه زیات اټکل سوی دی.
دا پروګرام ۵۱۷ کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي او پکښې په کابل کې ۲۶۰ ښځو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ په برخو کې فني او مسلکي زدهکړې، او همدارنګه په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې ۹۰ ځوانانو ته د لمریزې انرژۍ او برقي کارونو په برخه کې روزنه ورکول کېږي.
سربېره پر دې، د قطر د سرې میاشتې ټولنې ۹۰ کورنیو ته د وړو کاروبارونو د پیل لپاره مالي مرسته برابره کړې او ۷۷ نورې کورنۍ یې د مالدارۍ په برخه کې تر ملاتړ لاندې نیولي دي.
د دې پروژې موخه د عوایدو زیاتول، د ژوند د کچې لوړول او د زیانمنو کورنیو د مقاومت پیاوړتیا بلل سوې ده؛ هغه اقدام چې د اوسنیو سختو اقتصادي شرایطو او د ډېرو افغانانو لپاره د معیشتي فرصتونو د کمښت په رڼا کې ځانګړی ارزښت لري.



