د قطر او استرالیا ټینګار د افغانانو د راتلونکي پر ملاتړ

د افغانستان په چارو کې د قطر او استرالیا ځانګړو استازو په یوې ګډې لیدنه کې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید خپلې بین المللی ژمنې عملي کړي چې د افغانانو د باعزته راتلونکي د تضمین لپاره یې کړي دي.
د قطر او استرالیا ټینګار د افغانانو د راتلونکي پر ملاتړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان په چارو کې د استرالیا د ځانګړي استازي رسنیز دفتر د جمعې په ورځ (۱۵ د قوس) اعلان وکړ چې آماندا مک‌ګرګور، د استرالیا ځانګړې استازې، د قطر له ځانګړي استازي فیصل الحنزاب سره لیدلي او خبرې یې ورسره کړي دي.

د استرالیا د ځانګړي استازي د رسنیز دفتر په وینا، په دې لیدنه کې د افغانستان بشري وضعیت په تفصیل سره څېړل سوی او دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغان ښځو او سړو، انجونو او هلکانو د باعزته راتلونکي لپاره نړیوال تعهدات باید عملي سي.

آماندا مک‌ګرګور په خپلو څرګندونو کې ویلي چې استرالیا د داسې افغانستان تمه لري چې له ځان او خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي، او نړیواله ټولنه باید د دې هدف د تحقق لپاره اغېزناک رول ولوبوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x