د قرآن او اهل‌ بیتو نولسم نړیوال نندارتون د رضوي حرم ترڅنګ؛ په مشهد کې د ملتونو د قرآني یووالي څرګندونه

د الهي میلمستیا د میاشتې په رارسېدو سره، د امام رضا(ع) د پاک حرم چاپېریال یو ځانګړی روحاني رنګ او بوی اخیستی دی. په همدې چاپېریال کې د مشهد نولسم نړیواله نندارتون د قرآن او اهل‌بيتو لپاره د آستان قدس رضوي د غونډو او نندارتونونو په مرکز کې پرانیستل سو او بیا یې دغه ښار د قرآني فرهنګ او خلکو د ګډ حضور مرکز وګرځاوه.
د قرآن او اهل‌ بیتو نولسم نړیوال نندارتون د رضوي حرم ترڅنګ؛ په مشهد کې د ملتونو د قرآني یووالي څرګندونه

د الهي میلمستیا د میاشتې په رارسېدو سره، د امام رضا(ع) د پاک حرم چاپېریال یو ځانګړی روحاني رنګ او بوی اخیستی دی. په همدې چاپېریال کې د مشهد نولسم نړیواله نندارتون د قرآن او اهل‌بيتو لپاره د آستان قدس رضوي د غونډو او نندارتونونو په مرکز کې پرانیستل سو او بیا یې دغه ښار د قرآني فرهنګ او خلکو د ګډ حضور مرکز وګرځاوه.

دا پیښه چې د امام رضا(ع) د منور حرم ترڅنګ برابره سوې، د شاوخوا شلو ځانګړو کمیټو په مرسته خپلې چارې پیل کړې؛ کمیټې په دوه اصلي موضوعاتو کې پروګرام سوي دي.
د عامو خلکو برخه کې، له ۴۰ زیات موسسې، د قرآن کورونه او فعالې ټولنې چې د تعلیم، حفظ، مفاهیمو او تلاوت په برخه کې فعالیت کوي، خپلې نوې لاسته راوړنې او پروګرامونه وړاندې کوي.

په ټولیز ډول، په ۱۵۰ غرفو کې د خلکو او دولتي ادارو د قرآني فعالیتونو بېلابېلو ټولګې د لیدونکو لپاره نندارې ته وړاندې سوې؛ له تعلیمي او هنري پروګرامونو نیولې تر کلتوري تولیداتو او ځانګړو علمي ناستو پورې.

د نندارتون فضا د روحاني خوشحالۍ او ټولنیزو فعالیتونو یوځای کول دي ؛ داسې ځای چې کورنۍ، ځوانان او فرهنګي فعالان په ګډه د قرآن سره یو بې ساری تجربه ترلاسه کوي.

د دې دورې نړیوالې برخې ، نندارتون ته ځانګړې بڼه ورکړې ده.

د افغانستان، پاکستان، هند، بنګله‌دیش، سوریې او عراق د استازو په ګډون، نړیوالې غرفې د مسلمان ملتونو د قرآني ظرفیتونو د پېژندګلوي ځای ګرځېدلې دي.

افغانستان په دې منځ کې په دوه بېلو برخو کې ګډون لري؛ یوه برخه د افغان کډوالو د قرآني وړتیاوو د معرفي کولو لپاره او بله برخه د اړوندو پروګرامونو لکه د ملتونو د نږدی والي مجلس، د مقاومت شعري ماښامونه او د نړیوالو متخصصانو په ګډون علمي ناستو د ترسره کولو لپاره؛ دې چلند نندارتون له یواځې داخلي پیښې څخه واخیست او د مسلمان ملتونو ترمنځ د فرهنګي خبرو اترو ساحه یې وګرځوله.

د پرانیستنې په مراسمو کې، د ایران د قرآن او اهل‌بیت د تبلیغ او پراختيا رئیس د قرآن د ورځني ژوند په برخه کې د تطبیقي رول په ټینګار سره وویل چې قرآن یوازې د تلاوت لپاره نه دی، بلکې د ژوند، پریکړو او د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د حل لارښود دی.

د هغه په وینا، هغه ټولنه چې قرآن په خپل ژوند کې پلی کړي، کولی سي د مقاومت، یووالي او فرهنګي پرمختګ یوه سرمایه پیاوړې کړي.

هغه د ایران د شپږویشتو نندارتونونو د ترسره کولو یادونه وکړه، د مشهد نندارتون د نولس کلنې مخینې او د خلکو او نړیوالو پراخو ګډونونو له امله د مهمې نمونې په توګه وپېژندل سو او ټینګار یې وکړ چې دا پیښه د قرآن او اهل‌بیت د اړیکو نقطه او د خراسان رضوي په سیمه کې د قرآني فعالیتونو د ژورولو زمینه ده.

د مشهد نولسم نندارتون د ۱۴۰۴ کال د دلو تر ۳۰ نېټې پورې هره ورځ د ماسپښین له ۴ څخه تر ۹ بجو پورې د آستان قدس رضوي د نندارتون او غونډو په مرکز کې، د لومړي پارکینګ، د باب الجواد له ورودي، د زیارت کوونکو ، شاوخوا اوسیدونکو او علاقمندانو لپاره پرانیستې وي؛ یوه پیښه چې د روژې میاشتې نږدې کېدو سره، د زړونو او وحې د کلام تر منځ د اړیکو د ټینګښت زیری ورکوي .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x