د قبایلو مشرانو له پاکستانه د چمن–سپین‌بولدک د لارې د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه

د چمن–سپین‌بولدک د سرحدي لارې د دوامدار بند پاتې کېدو په لړ کې، د پولې هغې غاړې ته یوې قبایلي جرګې له پاکستاني حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې دا مهمه سوداګریزه او انساني لاره ژر تر ژره بېرته پرانیزي.
د قبایلو مشرانو له پاکستانه د چمن–سپین‌بولدک د لارې د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه

د چمن–سپین‌بولدک د سرحدي لارې د بند پاتې کېدو په دوام، د پولې هغې غاړې ته یوې قبایلي جرګې له پاکستاني دولت څخه غوښتي چې دا مهمه سوداګریزه او انساني لاره هر څومره ژر کېږي، بېرته پرانیزي.

امان‌الله خان او ملک عبدالخالق لالا غبیزي، چې د سیمې له قبایلي مشرانو څخه دي، د سې‌شنبې په ماښام، د جدی په ۲مه، په پاکستان کې په یوه خبري غونډه کې خبرداری ورکړ چې د دې لارې د بند پاتې کېدو دوام، د زرګونو کورنیو د معیشت او سیمه‌ییزې سوداګرۍ چارې فلج کړې دي.

هغوی ټینګار وکړ چې د اکتوبر په میاشت کې له سرحدي نښتو وروسته، سوداګري په بشپړ ډول درېدلې او زرګونه مسافر، چې په هغوی کې پاکستاني سوداګر هم شامل دي، په افغانستان کې بند پاتې دي. د ملک غبیزي په وینا، پاکستاني چارواکي حتا خپلو وګړو ته هم د بېرته ستنېدو اجازه نه ورکوي، چې دا چاره جدي بشري اندېښنې راولاړوي.

هغه له پاکستاني حکومت څخه وغوښتل چې د انساني شرایطو په پام کې نیولو سره، په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني وګړو ته د بې‌ځنډه ستنېدو زمینه برابره کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري بېرته پیل سي. دا لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ له مهمو او اساسي لویو‌لارو څخه شمېرل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x