د فانوس آزادۍ غورځنګ: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض په یوه کلتور بدل سوی

د افغانستان د ښځو د فانوس آزادۍ غورځنګ د نومبر په ۲۵مه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په منظم، ژور او بې‌ساري ډول روان دی او په قانون او فرهنګ بدل سوي دي.
د فانوس آزادۍ غورځنګ: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض په یوه کلتور بدل سوی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د ښځو د فانوس آزادۍ غورځنګ د نومبر په ۲۵مه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په منظم، ژور او بې‌ساري ډول روان دی او په قانون او فرهنګ بدل سوی دي. دغه غورځنګ وايي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان ښځې او انجونې له خپلو تر ټولو اساسي انساني حقونو لکه زده‌کړې، کار، ټولنیز ګډون او آن له ازاد تنفس کولو څخه هم محرومې سوې دي.

په اعلامیه کې راغلي دي: «په داسې هېواد کې چې ښځه کېدل جرم ګڼل کېږي، تاوتریخوالی په قانون او تبعیض په فرهنګ بدل سوی دی.» د فانوس آزادۍ غورځنګ دغه ورځ د دریځ، مقاومت او مبارزې نښه بللې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د اوسني وضعیت پر وړاندې چپ پاتې کېدل، د ښځو پر وړاندې د طالبانو ظالمانه سیاستونو ته مشروعیت‌بخښل دي. طالبانو د بیا حاکمیت له ترلاسه کولو وروسته، په پراخه کچه د ښځو پر حقونو او آزادیو بندیزونه لګولي دي لکه د انجونو د منځنۍ، لېسې او پوهنتون زده‌کړو منع کول، په کورنیو او نړیوالو ادارو کې د ښځو د کار مخنیوی، او د پارکونو او حمامونو په ګډون عامه ځایونو ته د ښځو د تګ بندول.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x