د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) څرګنده کړې چې پکتیا ولایت کې د څه باندې ۶ کیلومتره په اوږدوالي د اوبولګولو یو کانال بیا رغول سوی دي.
د فائو د رسنیو دفتر په ۱۴م د جدی، د یکشنبې په ورځ، په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې یاد سازمان د نړیوال بانک په مالي ملاتړ، د بلده ولسوالۍ اړوند سیمه کې ۶.۴ کیلومتره د اوبولګولو کانال رغولی دی.
په اعلامیه کې زیاته سوې چې د دغه کانال بیا رغونې په یادې سیمه کې د کورنیو او کرنیزو ځمکو لپاره د باور وړ او دوامداره اوبو لاسرسی بېرته تأمین کړی او د کرنیزو فعالیتونو په بیا را ژوندي کولو کې یې اغېزمن او بنسټیز رول ترسره کړی دی.
د وړاندې سویو معلوماتو پر بنسټ؛ د دې پروژې په بشپړېدو سره اوس څه باندې ۱۲ زره او ۷۰۰ تنه د اوبو له اسانتیاوو څخه برخمن دي، او یاد کانال د ۲۴۰ هکتاره څخه د زیاتو کرنیزو ځمکو د خړوبولو ظرفیت برابر کړی دی.
فائو ټینګار کړی چې دا ډول پروژې د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا، د کرنیزو تولیداتو د ودې او په افغانستان کې د خوړو د امنیت د تأمین په برخه کې بنسټیز ارزښت لري.




