د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ له هغو ژمنو چې طالبانو د «عمومي بخښنې» په اړه وکړې، څلور کاله تېر سوې، خو یوې نوې څېړنې وموندله چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي لا هم د نیولو، شکنجې او وژنو موخې ګرځي.
دغه څېړنه د کورنیو او نړیوالو رسنیو په ګډ کار ترسره سوې ده؛ چې پکې د ۸صبح، اطلاعات روز، د Lighthouse Reports څېړنیز مرکز، بریتانیوي ورځپاڼې The Independent او امریکایي رسنۍ Military Times شاملې دي، او پر مستندو سرچینو لکه پخوانیو نظامي کسانو او امریکایي سلاکارانو ولاړه ده.
د راپور له مخې چې په شپږو میاشتو کې راټول سوی، له ۲۰۲۳ کال نه تر ۲۰۲۵ کال نیمایي پورې لږ تر لږه ۱۱۰ تنه پخواني سرتېري وژل سوي دي؛ یوازې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې ۱۸ وژنې ثبت سوي دي.
په دې څېړنه کې د هغو ځانګړو امنیتي واحدونو د غړو پر ضد د ګڼ شمېر شکنجو او هدفي اعدامونو پېښې هم مستندې سوې دي چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه. د راپور لیکونکي وايي، د دې پېښو تائید په اوسني وضعیت کې په افغانستان کې خورا ستونزمن دی، ځکه قربانیان او د هغوی کورنۍ د طالبانو تر ګواښ، سانسور او انتقام لاندې دي. راپور خبرداری ورکوي چې اصلي شمیرې ښايي له هغو څخه ډېرې وي چې تراوسه ثبت سوي دي.