لیکوال: ز. نظری
د علم نړیواله ورځ د دې لپاره یوه فرصت دی چې نړۍ یاد کړي: علم او پوهه، که په سمه توګه وکارول سي، کولای سي بشریت له فقر، ناروغیو، نابرابرۍ او چاپیریالي بحرانونو وژغوري. خو لکه څنګه چې تاریخ او اوسني واقعیتونه ښيي، علم کولی سي په اسانۍ سره د واکمنۍ غوښتنې، جګړې او انسان ضد کړنو په خدمت کې هم وکارول سي. امریکا او اسرائیل، دوه نړیوال ځواکونه چې ځان د بشر د حقونو او پراختیا ملاتړي بولي، د علم د ناوړه استفادې څرګند مثالونه دي.
همدارنګه، په افغانستان کې طالبان د ښځو او انجونو پر ښوونځیو او پوهنتونونو د بندیز لګولو او د انساني علومو مضمونونو د حذف له لارې د علم او پایدارې پراختیا مخه نیولې ده. علم او پوهه تل د انسان د ژوند د ښه کولو او د نړۍ د پوهېدو قوي وسیله پاتې سوې ده. له کرنې او طب څخه نیولې تر پرمختللو ټکنالوژیو او چاپیریالي علومو پورې، علم د پایدارې پراختیا او نړیوالې سولې بنسټ جوړوي. یونسکو د نومبر ۱۰ مه د «علم نړیواله ورځ د سولې او پراختیا په خدمت کې» وټاکله ترڅو نړۍ ته یادونه وکړي چې علم باید د ټولو خلکو او راتلونکو نسلونو په خدمت کې وي. خو د بشر تجربه ښيي چې دا ځواکمنه وسیله کولی سي د واکمنۍ او جګړې په خدمت کې هم وکارول سي
معاصر تاریخ او عملي مثالونه، لکه د امریکا بیولوژیکي لابراتورونه، د اټومي بم جوړول او د فلسطینیانو د بدن غړي د اسرائیلي ډاکټرانو لخوا پلورل، دا تریخ حقیقت څرګندوي چې علم یوازې نه سوله راوړي او نه پایدار پرمختګ تضمینوي؛ بلکه لازمي شرط یې اخلاق، بشر دوستي او ټولنیز اصلاحات دي. کله چې علم په سمه توګه وکارول سي، کولای سي بشریت له ډېرو ستونزو وژغوري: • د کرنې او چاپیریالي علومو په کارولو سره د فقر او لوږې کمول.
• د طب او ټکنالوژۍ په کارولو سره د ناروغیو درملنه او مخنیوی. • د ټولنیز عدالت رامنځته کول او د ټولنې په کچه د تعلیم پراخول. • د طبیعي سرچینو ساتنه او راتلونکو نسلونو لپاره د پایدارې پراختیا تضمین. په داسې نړۍ کې چې علم د سولې او پراختیا په خدمت کې وي، د انسانانو ژوند به له امنیت، سوکالۍ او پوهې سره مل وي. خو لکه څنګه چې علم نجات بخښونکی کیدی سي، متاسفانه همدومره تباه کوونکی هم کیدی سي: • امریکا د اټومي او بیولوژیکي علومو په کارولو سره نه یوازې سوله ګواښلې، بلکې بشر یې د بندیزونو او غیرانساني ګواښونو لاندې راوستی دی. • اسرائیل: د مستند راپورونو له مخې، ځینې اسرائیلي ډاکټران د علم په کارولو فلسطینیان وژلي او د هغوی بدن غړي یې اخیستي او پلورلي دي. دا د علم د ناوړه استفادې څرګند مثال دی. • نور نړیوال ځواکونه، په ځانګړې توګه استبدادي او استعماري هېوادونه، د علم پرمختګ د وژونکو وسلو د جوړولو او پر ملتونو د واکمنۍ لپاره کاروي.
د افغانستان د علم او زدهکړې بحران: زموږ په خپل هېواد کې، طالبانو د ښځو او انجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو په تړلو او د انساني علومو د مضمونونو په حذف په مستقیم ډول د پایدارې پراختیا لاره تړلې، چې د جبران نه وړ پایلې لري: • د ټولنې نیمایي برخه له تعلیم او زدهکړې محرومه سوې ده.
• داسې نسل رامنځته سوی چې د ټولنیزو او اقتصادي مسایلو د مدیریت لپاره کافي پوهه او وړتیا نه لري. • د ټولنې وړتیا د علم، پوهې او ټکنالوژۍ د کارولو لپاره د هېواد په پراختیا کې راکمه سوې ده. تعلیم او انساني علوم د انسان، کلتور او ټولنې د پوهېدو وسیله ده او د دې حذف کول ټولنه په بحران، فقر او شاته پاتې کېدو کې اچوي. محرومیت له زدهکړې څخه د هر فرد بنسټیز او انسانی څخه حق سرغړونه ده. علم نه د واکمنۍ وسیله ده او نه یوازې پوهه؛ علم هغه وخت ریښتینی ارزښت لري چې د انسان او ټولنې په خدمت کې وي.
تاریخ ښيي چې پوهان لکه البرت انیشتین، چې په پیل کې یې د جګړې او وسلو په برخه کې رول درلود، وروسته یې هڅه وکړه چې علم د سولې په لور رهنمایي کړي. دا ښيي چې علم پرته له اخلاقو، حتی که نیت یې ښه وي، کولی سي ویجاړونکي وي. علم د یوه غوره نړۍ جوړولو کِلی دی؛ هغه نړۍ چې پکښې سوله، عدالت او پایدار پرمختګ ټولو ته ممکن وي. خو دا کِلی یوازې هغه وخت ګټوره ده چې د هغو کسانو په لاس کې وي چې اخلاق، انساندوستي او ټولنیز عقل ته درناوی کوي. د افغانستان او نړۍ لپاره واضح پیغام دا دی: تر هغو چې ځواکونه علم د جګړې، واکمنۍ او شخصي یا ګروپي ګټو په خدمت کې وکاروي، هیڅ سوله او پراختیا تحقق نه مومي.
د ښځو او انجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل او د انساني او طبیعي علومو د تعلیم تضمین، لومړنی خو حیاتي ګام دی. هیله لرو هغه ورځ راورسېږي چې ټول هېوادونه، له لویو تر کوچنیو، علم او پوهه په ریښتیني او عملي ډول د سولې او پراختیا په خدمت کې وکاروي؛ داسې نړۍ چې پکښې هېڅ ماشوم یا انجلۍ له تعلیم محرومه نه وي، هېڅ انسان د جګړې او برلاسۍ قرباني نه سي او بشریت د عقل، اخلاقو او علم په لار د پایدار پرمختګ لار تعقیب کړي.



