د معمار د خبر له مخې؛ د یکشنبې په سهار، عراقي رسنیو خبر ورکړ چې د اربیل ولایت د «خبات» ولسوالۍ په «کاني قرژاله» سیمه کې د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو. سرچینې د پېښې ځای ته د امریکايي پوځي الوتکې الوتنې ته په اشارې سره زیاته کړه: دا چاودنه په اربیل کې د امریکايي ځواکونو په روزنیز مرکز او د وسلو په ګودام کې شوې ده. د چاودنې له امله د اوښتو زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=1684
۲ کلونه پیش
شماره خبر 1684
منتشر شده در ۰۹:۳۰ - قوس ۲۸, ۱۴۰۱
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email