د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له استازو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له استازو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد نن په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان له مسئولینو سره وکتل.

په دې لیدنه کې د چارو د همغږۍ او په روغتیايي برخه کې د همکاریو په لا پياوړتیا بحث او خبرې وشوې.

د یو بل خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د یونسیف ادارې له استازي فرانک او د روغتايي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو له استازو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

ډاکټر عباد په دغه کتنه کې د روغتيايي خدمتونو پر ښه والي او د عامې روغتیا وزارت، یونیسف ادارې او د روغتيايي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو ترمنځ پر لا همغږۍ خبرې وکړې.

د یونیسف ادارې او د روغتايي خدماتو د تطبیق کوونکو موسسو استازو د عامې روغتیا وزارت مشرتابه ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې په دې برخه کې به هلې ځلې ګړندۍ کړي.

بیشتر بخوانید:  د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه د طالبانو پر بیا غور کولو ټینګار کړی دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x