د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دې ډلې د کورنیو چارو، دفاع او د استخباراتو د عمومي ریاست مسوولینو د ۱۴۰۳ میلادي کال د امنیتي پلان د جوړولو په خاطر غونډه وکړه. د طالبانو د دفاع وزارت وايي، دا د طالبانو د امنیتي بنسټونو لومړۍ ګډه غونډه ده، چې له ۱۴۰۰ کال اوړي وروسته دغې ډلې د افغانستان واک تر لاسه کړ. دا غونډه د طالبانو د دفاع په وزارت کې جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د طالبانو امنیتي چارواکو وویل چې دوی د امنیت د تامین، د ملي ارزښتونو د ساتلو، د پولو د امنیت او د «اسلام او نظام د دښمنانو» د شومو پلانونو د شنډولو لپاره چمتووالی نیسي.

- 54
- کې خپور شو 1:39 ب.ظ
- د خبر شمیره 7018
- November 23, 2023
- کې خپور شو 1:39 ب.ظ
- د خبر شمیره 7018
- November 23, 2023
- خبرونه
- تازه تازه 13:39 - November 23, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7018
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



