د طالبانو ژمنه د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره په هیواد کې دننه او بهر

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دوی هڅه کوي د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او افغان کارګرانو بهر ته د استولو په برخه کې ګامونه واخلي.
د طالبانو ژمنه د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره په هیواد کې دننه او بهر

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په نشرولو سره ویلي چې دا اداره هڅه کوي چې د کور دننه د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او افغان کارګرانو بهر ته د استولو له لارې د افغانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

د دې وزارت مسؤلینو ویلي چې د کارګرانو د استولو لپاره د یو شمېر هېوادونو سره د تړونونو د لاسلیکولو پروګرامونه په جریان کې دي او په دې برخه کې خبرې اترې روانې دي.

دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې د بې‌کارۍ بحران په وروستیو کلونو کې زیات سوی او ډېرې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x