د طالبانو چارواکی: موږ د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو ملاتړ کوو

د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي په کابل کې د خصوصي سکتور سره د همغږۍ په غونډه کې د سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو لپاره په هر اړخیز ملاتړ ټینګار وکړ او د اقتصادي ځان بسیاینې او د کار پیدا کولو لپاره یې هڅې اعلان کړې.
د طالبانو چارواکی: موږ د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو ملاتړ کوو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صدراعظم د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع په غونډه کې وویل چې په ټول هیواد کې د امنیت تامین د پانګونې او صنعتي پراختیا لپاره لاره هواره کړې ده.

هغه زیاته کړه چې په تیرو څلورو کلونو کې په اقتصادي او صنعتي سکتورونو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

په بیلابیلو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکې تخصیص ته په اشارې سره، عبدالواسع د صنعتکارانو ترمنځ په شفافیت او همکارۍ ټینګار وکړ.

هغه ډاډ ورکړ چې د صنعتکارانو ستونزې او وړاندیزونه به اړوندو چارواکو او وزارتونو ته راجع شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه