د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال، قدرت الله جمال، په دې غونډه کې د ویزې د صادرولو د اسانتیا او د زیارت کوونکو د امنیت د ډاډمنولو لپاره د همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
هغه په هیواد کې د ګرځندوی خدماتو د ښه کولو لپاره د یوې واحدې کړنلارې د پراختیا اعلان وکړ.
د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د ګرځندوی او زیارت شرکتونو استازو په دې غونډه کې د خنډونو د لرې کولو لپاره د وزارت د هڅو ستاینه وکړه.