د طالبانو څخه د دې ډلي تر ټولو مهم ازبک قوماندان جلا کېدل

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د باوري سرچینو له قوله ویل شوي چې صلاح الدین ایوبي خپه شوي او له کابله وتلی او په فاریاب ولایت کې خپلې اډې ته تللی دی.

دغه ازبک قوماندان وايي، تر هغه به له طالبانو سره کار ونه کړي، څو چې د طالبانو په حکومت کې اساسي اصلاحات نه وي راغلي.

د دغه راپور پر بنسټ، “ټول شموله حکومت، زده کړو ته د ښځو د بشپړ لاس رسی حق او د خلکو د ځمکو د جبري غصب مخنیوی” د صلاح الدین ایوبي له خوا مطرح شوي موضوعات دي.

طالبانو لا له وړاندې له هغه څخه پوځي لقب واخیست او د کلیو پراختیا وزارت مرستیال یې وټاکه، چې ښاغلي ایوبي ونه منله.

د طالبانو د مشرانو تر منځ تاو تریخوالی زیات شوی او ښاغلی ایوبي د “د واک انحصار او د توکمیزو ډلو له منځه وړلو” په اعتراض کې له دندې ګوښه شوی دی. دغه قوماندان په شمال کې د ازبک نژاده طالبانو د لوی شمېر مشري کوي او یو له لومړنیو قوماندانانو څخه و چې کابل او د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل.

تر دې وړاندې د طالبانو یو بل هزاره قوماندان مولوي مهدي هم له دغې ډلې څخه جلا شو او د هغوی پر ضد یې خونړۍ جګړه پیل کړه، چې په پایله کې یې په بلخاب سرپل کې لسګونه کسان ووژل شول او تر ۲۷ زرو ډېر ولسي وګړي بې ځایه شول.

بیشتر بخوانید:  طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د ټینګولو هڅه کوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x