پر طالب چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو غځول په افغانستان کې د دغې ډلې د فعالیت په اړه د نړیوالو اندېښنو د دوام ښودنه کوي. دغه بنسټ په دې باور دی چې طالبانو د واک له ترلاسه کولو راهیسې د بشري حقونو او نړیوالو اصولو په برخه کې خپل مسوولیتونه نه دي پوره کړي. د نجونو لپاره د ښوونځیو تړل، د کار او زده کړو په برخه کې د ښځو پر وړاندې سخت بندیزونه او د لږکیو له حقونو څخه پراخه سرغړونې هغه لاملونه دي چې د طالبانو د رژیم په اړه یې نړیواله ټولنه شکمنه کړې ده او دوی د دغو بندیزونو د دوام بنسټ ګرځېدلی دی. له بلې خوا له ترهګرو ډلو لکه القاعده سره د طالبانو اړیکې یو له مهمو نړیوالو اندیښنو څخه دی. دا ارتباطات سیمه ایز او نړیوال امنیت ګواښي او د بندیزونو د غځولو په اړه د امنیت شورا په پریکړه مستقیم اغیز لري. سربیره پردې، طالبان نه دي توانیدلي چې له نړیوالې ټولنې سره رغنده تعامل ولري. په افغانستان کې ناوړه بشري او امنیتي شرایط هم د دې پریکړې مهم عوامل دي. د لوږې بحران، پراخې بې وزلۍ او د تاوتریخوالي زیاتوالي د طالبانو فعالیت تر پوښتنې لاندې راوستی او ډیری هیوادونه او نړیوال سازمانونه په مستقیم ډول د دې وضعیت پړه پر طالبانو اچوي. لګول شویو بندیزونو په طالبانو ډیر محدودیتونه راوستلي دي. د طالب چارواکو د سفر بندیز دوی له نورو هېوادونو سره له دیپلوماتیکو اړیکو بې برخې کړي او په نړیوالو غونډو کې یې د ګډون امکان له منځه وړی دی. همدارنګه، په نړیوالو بانکونو کې د طالبانو د مالي شتمنیو بندېدل د هیواد د چلولو لپاره اړینو مالي سرچینو ته د هغوی لاسرسی محدود کړی او په افغانستان کې یې اقتصادي کړکیچ لاپسې زیات کړی دی. دغه بندیزونه پر طالبانو د فشار سربیره د افغانستان پر خلکو هم مستقیمې اغیزې لري. اقتصادي بحران، د بې کارۍ زیاتوالی او د بهرنۍ پانګونې کمښت د خلکو د ژوند شرایط خراب کړي دي. له بلې خوا، مالي محدودیتونه کولای شي د عامه خدماتو په وړاندې کولو کې د طالبانو وړتیا کمه کړي، چې دا به د داخلي ناخوښۍ او ټولنیزو فشارونو لامل شي. له همدې امله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا پر طالبانو د بندیزونو غځول د نړیوالې ټولنې هڅې ښیي چې دغه ډله د خپل چلند د سمون لپاره اړ کړي. که څه هم دا بندیزونه پر طالبانو د فشار راوړلو یوه مهمه وسیله ده، خو د طالبانو د تګلارو له بدلون او له نړۍ سره رغنده تعامل ته له راستنېدو پرته به په افغانستان کې د بشري او سیاسي حالاتو د ښه کېدو امکان ډېر کم وي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=113586
۱ میاشت پیش
شماره خبر 113586
منتشر شده در 3:58 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email