د طالبانو په امر په پکتیکا کې د خبریالانو د فلم اخیستلو بندیز ولګول شو

طالبان در پکتیکا خبرنگاران را از تصویربرداری موجودات زنده منع کردند
لنډ لینک: https://memar.press/?p=118547
۹ میاشتی مخکی
د خبر شمیره 118547
کې خپور شو 1:05 ب.ظ

په پکتیکا ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې طالبانو خبریالانو ته امر کړی چې په دې ولایت کې د ژوندیو موجوداتو له فلم اخیستلو ډډه وکړي. د راپورونو له مخې، د دوشنبې په ورځ، د دلو په ۸مه، په پکتیکا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا پریکړه تیره اونۍ د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې خبریالانو ته اعلان کړه. د دې ادارې چارواکو ټینګار کړی چې دا حکم د اسلامي قوانینو پر بنسټ صادر شوي دي. همدارنګه، د طالبانو د امر بالمعروف او د نهي عن‌المنکر وزارت اعلان کړی چې دا قانون به په تدریجي ډول په ټول افغانستان کې پلي شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
tazahorat-
په لنډي کوتل کې د سوداګرو او موټرچلوونکو لاریون د تورخم د بندر د تړل کېدو پر ضد
یو شمېر سوداګرو او د بار وړونکو موټرو چلوونکو د چهارشنبه په ورځ (د لړم ۷مه) د تورخم بندر ته نږدې د لنډي کوتل په بازار کې لاریون وکړ او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل چې دا مهم سوداګریز بندر ژر تر ژره پرانیزي.
mobareza-ba-polio
په افغانستان کې د پولیو د مخنیوي لپاره سیمه‌ ییزه همکاري
د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر د سعودي عربستان سفر پر مهال د دغه هېواد او د پاکستان د روغتیا له وزیرانو سره د افغانستان په کچه د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو او د پراخو روغتیایي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
تیم-ملی-کیک_بوکسینگ-افغانستان-
د افغانستان د کیک‌بوکسینګ د ملي لوبډلې ګډون د آلمان په نړیوالو سیالیو کې
د افغانستان د کیک‌بوکسینګ ملي لوبډله د ۵ ورزشکارانو او دوو روزونکو په ترکیب سره په دغو سیالیو کې برخه اخلي.
کانادا
د افغان ښځو او انجونو د ملاتړ په اړه د کاناډا ټینګار
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د کاناډا استازولۍ د افغان ولس، په ځانګړې توګه د ښځو او انجونو، له قاطع ملاتړه ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا هېواد به له نړیوالې ټولنې سره یوځای د افغانستان د بشري حقونو وضعیت او روان انساني بحران ته د نړیوال پام رااړولو لپاره هڅې جاري وساتي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.