د طالبانو پخوانی سفیر: موږ هېڅکله له ملا هبت الله سره نه دي لیدلي

د طالبانو پخوانی سفیر: موږ هېڅکله له ملا هبت الله سره نه دي لیدلي

د ملا هبت الله اخندزاده د نه شتون په اړه د طالبانو د چارواکو له نیوکو وروسته، عبدالسلام ضعیف؛ د دې ډلې د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د طالبانو سفیر دا خبره کوي چی هغه نه دی لیدلی او په یاد نه دی چې هغه ورسره لیدلی که نه. هغه دا هم وویل چې که څه هم د طالبانو د حکومت په لومړۍ دوره کې د دغې ډلې مشر موجود و او په څو پوستونو کې یې کار کړی دی خو اوس یې هغه نه دی لیدلی. په همدې حال کې د طالبانو د ادارې چارواکي وايي چې نوموړی په کندهار ښار کې اوسېږي چې د دغې ډلې اصلي مرکز بلل کېږي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په ځلونو د دې ډلې د مشرتابه پر سیاستونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د تعلیم او کار په برخه کې انتقادونه کړي دي.

بیشتر بخوانید:  د مقاومت د جبهې په سمبالولو کې د شهید سلیماني ځانګړی رول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x