د معمار پرس د خبر له مخې؛ تیموتي ویکس، یو اسټرالیایی پروفیسور او د طالبانو پخوانی بندي، چې د جبریل عمر په نوم هم پیژندل کېدل، په کابل کې مړ شو. د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا خبر تایید کړی دی. د دې اعلان له مخې، جبریل عمر، چې د بهرنیو ځواکونو د شتون پرمهال د طالبانو لخوا نیول شوی و، د بندیانو د تبادلې وروسته خوشې شو او اسلام یې قبول کړ. په وروستیو کلونو کې، هغه په کابل کې د انګلیسي ژبې د پروفیسور په توګه تدریس کاوه. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې مرحوم عمر د افغانستان ځوان نسل ته د انګلیسي ژبې د پوهې په لیږدولو کې مهم رول لوبولی او هغه یې په افغان ټولنه کې د یو اغیزمن شخصیت په توګه یاد کړی دی.

- 49
- کې خپور شو 1:28 ب.ظ
- د خبر شمیره 116408
- January 9, 2025
- کې خپور شو 1:28 ب.ظ
- د خبر شمیره 116408
- January 9, 2025
- خبرونه
- تازه تازه 13:28 - January 9, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=116408
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

پر افغانستان د شوروي یرغل؛ «ویاړلی ماموریت» که د ورانۍ پیل؟
11 ساعتونه پیش


پاکستان: طالبان باید د سولې یا انزوا لار وټاکي!
11 ساعتونه پیش

د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبان «بېمغزه» وبلل
12 ساعتونه پیش