د طالبانو ټینګار پر دې چې له رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي د «رښتینی ژورنالیزم، باخبره خلک او سالمه ټولنه» په غونډه کې

د طالبانو سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت «د افغانستان د خلکو غږ میکانیزم» په همکارۍ (سه‌شنبه، د میزان اوله) په کابل کې د «رښتینی ژورنالیزم، باخبره خلک او سالمه ټولنه» تر سرلیک لاندې غونډه وکړه.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=149956
۶ ورځې مخکی
شماره خبر 149956
منتشر شده در 2:42 ب.ظ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د « افغانستان د خلکو غږ میکانیزم» په همکارۍ (سه‌شنبه، د میزان لومړۍ نیټه) په کابل کې د «رښتینی ژورنالیزم، باخبره خلک او سالمه ټولنه» تر سرلیک لاندې غونډه وکړه چې موخه یې د خبریالانو د ظرفیت لوړونه، د رسنیزې همغږۍ پیاوړتیا او د موجودو ننګونو او فرصتونو ارزونه وه. په دې غونډه کې چې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو، د ملي او نړیوالو خبري بنسټونو د استازو، د کورنیو رسنیو د رئیسانو او سلګونو خبریالانو په حضور ترسره سوه، د مسوولانه ژورنالیزم ارزښت او د هغه اغېز په عامه پوهاوي او د ټولنې په سلامتۍ وڅېړل سو. په دې غونډه کې دولتي چارواکو او د اړوندو بنسټونو مسئولانو د خلکو په پوهاوي او د ټولنې په سلامتۍ کې د رسنیو پر ارزښت ټینګار وکړ. شیخ نورالحق انور، د ادارې د چارو عمومي رئیس څرګنده کړه چې امارت اسلامي پر «رښتيني ژورنالیزم» باور لري او له هغو خبریالانو ملاتړ کوي چې مسلکي اصولو او بې‌طرفۍ ته ژمن پاتې سي. عتیق‌الله عزیزی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین، وویل افغانستان د بېلابېلو قومونو ګډ کور دی او خبریالان باید د ملي روحيې د ژوندي ساتلو او د حقایقو د خپرولو لپاره هڅه وکړي. هغه زیاته کړه چې وزارت د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او دا غونډه د همدې ژمنتیا روښانه بېلګه ده. عبداللطیف نظری، د اقتصاد وزارت مسلکي معین، خبرداری ورکړ چې که رسنۍ کره او دقیق معلومات ورنه کړي، اوازې او پروپاګند به د ریښتینو خبرونو ځای ونیسي. عبدالمتین قانع، د کورنیو چارو وزارت ویاند، په پای کې وویل: کورنیو رسنیو د کونړ د طبیعي پېښې ښه انعکاس وکړ او وتوانېدې چې د خلکو غږ نړیوالو بنسټونو ته ورسوي. هغه زیاته کړه: د حقایقو انعکاس باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې وسي. قانع ټینګار وکړ: د کورنیو چارو وزارت به د خلکو د امنیت د تأمین لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
خبرنگاران-افغانستان-در-تبعید
د خبریالانو مرکز خبرداری ورکوي: طالبانو په سیسټماتيکه توګه د معلوماتو لاسرسی محدود کړی دی
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو د لږ تر لږه ۲۲ فرمانونو په صادرولو سره، د معلوماتو لاسرسی، د بیان ازادي او د رسنیو خپلواکي په سیسټماتيکه توګه محدود کړي دي.
وزارت-تحصیلات-طالبان
۵۰ تازه فرمانونه د استادانو او محصلانو لپاره؛ د انځورونو حذف، د موبایل بندیز او د عمامې تړل
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر، د استادانو او محصلانو لپاره ۵۰ نوي محدودیتونه وضع کړي چې د پوهنتونونو څخه د انځورونو حذف، د ځیرک موبایلونو بندول او د عمامې تړل پکښې شامل دي.
حذف-نصاب-آموزشی
طالبانو د ازادۍ، ښځو او بشري حقونو په اړه ۵۱ درسونه له درسي کتابونو حذف کړي
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې ۵۱ درسونه چې د ازادۍ، بشري حقونو، د ښځو د حقونو، او سولې، د افغانستان د مکتبونو له درسي کتابونو لیرې سوي، ځکه چې د «اسلام د دین د دستوراتو او د دې ډلې د پالیسیو» سره په ټکر کې دي.
زنان-خبرنگار-در-افغانستان
امسو: په افغانستان کې ۹۲ سلنه ښځینه خبریالانې له اجباري سانسور سره مخ دي
امسو) په یوه تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې ۹۲ سلنه ښځینه خبریالانې د محدودیتونو او فشارونو له امله اړ سوې دي چې خپل راپورونه بدل یا سانسور کړي.
مطالب پیشنهادی
آخرین اخبار مهم
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د زلزلې له امله د ویجاړ سوو کورونو د سمدستي او پایدارې بیا رغونې غوښتنه وکړه
۱۸ ساعتونه مخکی
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( دوشنبه د 1404 کال د میزان 7)
۱۹ ساعتونه مخکی
په لغمان کې د ۴.۳ ریښتره زلزلې پېښه
۱۹ ساعتونه مخکی
امیرخان متقي: د افغانستان او پاکستان مثبتې اړیکې د دواړو لورو په ګټه دي
۱۹ ساعتونه مخکی
د افغانستان د معیوبینو ملي کرکټ ټیم پاکستان ته ولاړ
۲ ورځې مخکی
په ننګرهار او نورستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل سو
۲ ورځې مخکی
د کډوالو ستنېدل؛ طالبانو د اوو زرو څخه د زیاتو کډوالو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی
۲ ورځې مخکی
اندونیزیا د زلزله‌ ځپلو د مرستې لپاره ډاکټران کنړ ته ولېږل
۲ ورځې مخکی
گزارش و مصاحبه
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۱ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۲ اونۍ مخکی
1:27 ب.ظ
یوناما نسبت به وضعیت بحرانی زلزله‌زدگان شرق کشور هشدار داد
د افغانستان ختیځ کې د زلزلې ناورین؛ انساني غمیزه او د واکمنۍ ازموینه
د طالبانو حکومت په دې حساسې مرحلې کې له یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخ دی. ددې بحران اغېزمن مدیریت د واکمنۍ د وړتیا د سنجولو معیار هم ګڼل کېږي.
۲ اونۍ مخکی
11:22 ق.ظ
راحله تلاش: بازداشت‌ زنان در کابل، خلاف شریعت و کرامت انسانی است
۲ میاشتی مخکی
7:01 ب.ظ
بحران فراگیر خشکسالی در افغانستان؛ تهدید خاموشی که زیرساخت ندارد
در حالی‌که افغانستان با یکی از شدیدترین خشکسالی‌های دهه‌های اخیر مواجه است، نبود زیرساخت‌های مناسب، ضعف در مدیریت منابع طبیعی، و نبود برنامه‌ریزی علمی، این کشور را در برابر بحران آب آسیب‌پذیرتر از هر زمان دیگر کرده است.
۲ میاشتی مخکی
7:25 ب.ظ
وطن، نه خاک؛ که باهم بودن است
وطن در واقع همدیگریم، و نه آن شعارهای قدیمی که از تاریخ بیرون کشیده می‌شود. وطن هزاره است، پشتون است، تاجیک است، و همه آن‌ها که درد مشترک دارند و امید به زندگی بهتر.
۲ میاشتی مخکی
6:45 ب.ظ