د طالبانو ټینګار پر دوامداره بشري مرستو او د انکشافي پروژو پر ملاتړ

د طالبانو د اقتصاد وزیر د نړیوالې موسسې «سی‌آراس» (CRS) له مشر سره په لیدنه کې د بشري مرستو پر دوام، د راستنېدونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د افغانستان د انکشافي پروژو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د طالبانو ټینګار پر دوامداره بشري مرستو او د انکشافي پروژو پر ملاتړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي چې دین‌محمد حنیف، د دې وزارت سرپرست، د سی‌آراس موسسې له عمومي مشر شان کلاهان سره لیدنه او خبرې اترې کړي دي.

د دوشنبې په ورځ  (د دلو ۲۰مه نیټه )د دې وزارت په خبرپاڼه کې ویل سوي چې دواړو خواوو په افغانستان کې د CRS موسسې د بشري خدماتو د فعالیتونو په اړه بحث کړی، چې پکښې د زراعت او مالدارۍ برخې، د نقدي مرستو ویش، د راستنېدونکو لپاره د کوچنیو سوداګریو ملاتړ او د خدماتو وړاندې کول شامل وو.

د طالبانو د اقتصاد وزیر د دې نړیوالې موسسې د فعالیتونو پراختیا په بېلابېلو ولایتونو کې یي هرکلی کړی او له دې بنسټ یی غوښتنه کړې چې د بشري مرستو د دوام ترڅنګ، د افغانستان د انکشافي او پرمختیایي پروژو په تطبیق باندې هم تمرکز وکړي. هغه همدارنګه پر پروګرامونو د روڼتیا او په فعالیتونو کې د متوازن پرمختګ په مراعت ټینګار کړی دي.

حنیف زیاته کړې چې د راستنېدونکو ستونزو ته رسیدنه  د دې وزارت له  لومړیتوبونو څخه ده او اوس مهال په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۵ ښارګوټو د استوګنې ساحې راستنېدونکو ته ځانګړې سوې دي.

د هغه په وینا، دې ښارګوټو ته د عام‌المنفعه اسانتیاوو  لکه پاکې اوبه، پناه ځایونه، کلینیکونه، ښوونځي او نورې ټولنیزې خدماتو ته اړتیا سته. هغه ټینګار کړی چې د همکارو موسسو مرستې ددي تأسیساتو په جوړولو او د حرفوي روزنې او دندې جوړونې پروژو د پلي کولو له لارې، کولی سي د اړتیا لرونکو د معیشت او اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x