د طالبانو ویاند: په افغانستان کې هېڅ بهرنی ګواښ شتون نه لري

د طالبانو ویاند د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د وروستي راپور په غبرګون کې، چې په افغانستان کې د لسګونو زرو ترهګرو جنګیالیو د شتون خبره پکښې سوې، هغه «ناسم» او «غیرواقعي» بللی او ټینګار یې کړی چې افغانستان «خوندي» دی او د هېواد ټوله جغرافیه د یوه واحد حاکمیت تر کنټرول لاندې ده.
د طالبانو ویاند: په افغانستان کې هېڅ بهرنی ګواښ شتون نه لري

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو ویاند، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د وروستي راپور په غبرګون کې، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پورې د تړلو لسګونو زرو جنګیالیو د حضور خبره پکښې سوې، هغه «ناسم» او «غیرواقعي» وباله او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې هېڅ بهرنی وسله واله ډله فعالیت نه لري.

مجاهد وویل چې افغانستان «خوندي» دی او د هېواد ټوله جغرافیه د یوه واحد حاکمیت تر واک لاندې ده؛ د هغه په وینا دا حالت د بهرنیو ډلو د فعالیت مخه نیسي. نوموړي د روسیې استخباراتي سرچینې «غلطې او د باور وړ نه» وبللې او زیاته یې کړه چې دا ډول راپورونه د پخواني حکومت د دورې د ذهنیت پاتې شوني دي.

هغه له مسکو وغوښتل چې «د ننني افغانستان واقعیتونه» درک کړي او خپل راپورونه د «عیني مشاهداتو» پر بنسټ نوي کړي.

دا غبرګون داسې مهال څرګندېږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې د دې هېواد د امنیتي بنسټونو د ارزونو له مخې، په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو بنسټونو پورې تړلي له ۲۰ تر ۲۳ زرو پورې جنګیالي شتون لري او له نیمایي ډېر یې بهرني اتباع دي.

د مسکو په راپور کې داعش خراسان د تر ټولو لویې فعالې ډلې په توګه یاده سوی چې شاوخوا درې زره غړي لري، او د تحریک طالبان پاکستان د غړو شمېر له پنځو تر اوو زرو کسانو اټکل سوی دی. همدارنګه د القاعده شمېر د ۴۰۰ او ۱۵۰۰ ترمنځ اټکل سوی، او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او جماعت انصارالله د حضور یادونه هم سوې ده.

روسي چارواکو دا وضعیت د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼلي او ادعا یې کړې چې ځینې له دغو ډلو څخه د نشه يي توکو د قاچاق له شبکو سره همکاري لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x