د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، د یکشنبې په ورځ (۲۰ د میزان) په یوې خبري ناستې کې وویل چې د داعش یو شمېر مشران پاکستان ته پناه وړې او هلته د طالبانو پر ضد تخریبي فعالیتونه تنظیموي.
مجاهد په دې خبري ناسته کې، وروسته له دې چې طالبانو پر پاکستاني پوځ انتقامي بریدونه ترسره کړي وو، وویل چې د داعش یو شمېر مشران پاکستان ته پناه وړي او له هماغه ځایه پر طالبانو باندې تخریبي عملیات تنظیموي. هغه په خپله وینا کې د پاکستان پر سیاستونو سختې نیوکې وکړې او د دې هېواد د حکومت په بدلولو یې تاکید وکړ. ذبیحالله مجاهد وویل چې د پاکستان د پوځ ځینې حلقې هڅه کوي د طالبانو پر ضد فعالیتونه ترسره کړي.
مجاهد ټینګار وکړ چې د داعش پر ضد مبارزه د ګاونډیو هېوادونو جدي همکارۍ ته اړتیا لري او له اسلامآباد یې وغوښتل چې اجازه ورنه کړي څو د پاکستان خاوره د طالبانو مخالفینو لپاره خوندي پناهځای وګرځي.
ذبیحالله مجاهد د پاکستان له دولته وغوښتل چې د داعش پناهځایونه په خپله خاوره کې وران کړي او د دې ډلې مشران طالبانو ته وسپاري.
د طالبانو ویاند په کابل کې په دې خبري ناسته کې وویل چې تېره شپه د دوی جنګیالیو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل چې د شپې ۱۲ بجو پورې دوام وکړ.
ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، په خپلو جنجالي څرګندونو کې زیاته کړه چې د داعش بریدونه پر مسکو او تهران له خیبرپښتونخوا پاکستان څخه تنظیم سوي وه.
مجاهد وویل: «افغانستان خپله خاوره له فتنهګرو ډلو پاکه کړې وه، خو وروسته ورته په پښتونخوا کې نوې مرکزونه جوړ سول. نوې کسان د کراچۍ او اسلامآباد هوايي ډګرونو څخه دغو مرکزونو ته د روزنې لپاره لېږدول سوي. پر تهران او مسکو هم له همدې مرکزونو بریدونه طرحه سوي دي.»
هغه همدارنګه وویل چې په افغانستان کې هم بریدونه له همدې مرکزونو طرحه کېږي او د دې ادعا د ملاتړ لپاره اسناد او شواهد لري.
هغه زیاته کړه چې په دې بریدونو کې د پاکستان ۲۵ نظامي پوستې نیول سوې او امکانات یې لاسته راغلي دي او پاکستانی لوري ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
مجاهد وویل چې په دې نښتو کې ۵۸ پاکستانی سرتېري او ۹ طالب جنګیالي وژل سوي او لږ تر لږه ۳۰ پاکستانی سرتېري او ۹ طالب جنګیالي ټپیان دي.
د طالبانو ویاند وايي چې دغه ډلې د قطر او سعودي عربستان غوښتنې ته په پام سره جګړه ودروله.
دغه طالب د پاکستان د دفاع وزیر د خبرو په غبرگون کې چې ویلي وو د افغانستان پر خاوره به هوایي بریدونه جاري وساتي، وویل چې موږ د افغانستان د خاوري نقض نسو زغملای او که بریدونه ادامه ومومي، د پاکستان پوځ به ددې ستر ګواښ جدي پایلې پرغاړه ولري.
ذبیحالله مجاهد وايي چې د پاکستان په پوځ کې ځینې حلقې د افغانستان او پاکستان تر منځ فاصله او ددې ډلې سره د تاوتریخوالي هڅه کوي او که پاکستان د افغانستان په وړاندې خپله پالیسې کې بدلون را نه وړي، نو جدي پایلې به ولري.