د طالبانو ویاند: د پاکستان سره د اوربند موافقه تر اوسه رسمي سوې نه ده

د طالبانو ویاند اعلان کړی چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اوربند موافقه لا تر اوسه وروستۍ سوې نه ده، او د دې له امله نه ده اعلان سوې چې د تړون منځپانګه بشپړه سوی نه ده.
د طالبانو ویاند: د پاکستان سره د اوربند موافقه تر اوسه رسمي سوې نه ده

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو ویاند، ویلي چې د اوربند تړون لا وروستی سوی نه دی او د سند ځینې برخې لا هم د بحث او تکمیل په حال کې دي.

مجاهد زیاته کړه چې د دې تړون د جزئیاتو په اړه وروستۍ خبرې به د څو ورځو په موده کې په استانبول ښار کې ترسره سي. نوموړي ټینګار وکړ چې دا سند هېڅ پټه برخه نه لري او کله چې بشپړ سي، رسماً به د خلکو د خبرتیا لپاره اعلان سي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو مخکې هم څو ځله له پاکستان سره د اوربند د خبرو لپاره د خپل چمتووالي اعلان کړی وو، خو تراوسه پورې کوم رسمي تړون نه دی خپور سوی.

بیشتر بخوانید:  پاکستان او طالبانو د اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه