د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند دغه اعلان د دغې ډلې د مشرتابه په امر کړی دی چی د مالیې وزارت د ګمرکونو پخوانی رییس عبدالمتین سعید د دغه وزارت د عوایدو او ګمرکونو د مرستیال په توګه وټاکل شو. او د تفتیش عالي ادارې پخوانی مالي او اداري مرستیال محمد نبي محمدي د طالبانو په واکمنۍ کې د احصایې او اطلاعاتو د ملي ادارې د نفوسو د ثبت ادارې د مرستیال په توګه وټاکل شو. او د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې پخوانی قوماندان عبدالعلي ملا اغا د تخار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر په تېرو میاشتو کې په بېلابېلو پوستونو کې چارواکي بدل کړي دي. څه موده وړاندې د طالبانو مشر په ټولنیز ثبات کې د علماوو رول مهم بللی و او له هغوی یې غوښتي وو چې د هېواد د یووالي لپاره کار وکړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ایکس ټولنیزه شبکه کې د هبت الله اخندزاده په امر د طالب چارواکو د بدلون اعلان وکړ.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=105251
۱ میاشت پیش
شماره خبر 105251
منتشر شده در ۱۴:۲۹ - میزان ۲۸, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email