د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د رسنیو په حواله، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د فتنې ډلې مهم غړي نيولي دي چی د ۱۴۰۳ هجري قمري کال د سنبلې د میاشتې په دولسمه نیټه هغوی د څارنوالۍ د عمومي ریاست او د فرمانونو او حکمونو د څارنې پر کارکونکو حمله وکړه. ښاغلي مجاهد زیاته کړه، د دې ډلې غړو په کابل کې په یو شمېر نورو بریدونو او په بامیان ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو په بریدونو کې هم لاس درلود. د هغه په وينا، د دې ډلې پر وړاندې په کابل او ننګرهار کې عمليات شوي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10731
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10731
منتشر شده در ۱۵:۱۰ - میزان ۹, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email