د ټول شموله حکومت په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو ویاند وویل: زموږ حکومت ټول شموله دی، خو لا هم په دې برخه کې اصلاحاتو ته اړتیا ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه د حسین امیر عبداللهیان څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې زموږ نظام ټول شموله دی، خو په دې برخه کې لا هم پرمختګ ته اړتیا ده او هڅه کوو چې پرمختګ وکړو، خو دوست او ګاونډي هېوادونه او نور هېوادونه بايد مداخله ونه کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان هغه مهال د ثبات او امنیت په لاره کې راتلای شي چې ټول توکمونه د دغه هېواد په اداره کې برخه واخلي.

- 46
- کې خپور شو 2:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 7166
- December 13, 2023
- کې خپور شو 2:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 7166
- December 13, 2023
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

پاکستان په سوابي کي د افغان مهاجرینو کمپونه خالي کوی
2 ساعتونه پیش



د جلالآباد اوسېدونکو د اجباري کډوالۍ پر ضد اعتراض وکړ
3 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments