د معمار وحدت خبری اژانس د راپور له مخې: د فلسطین د معا خبری اژانس د رپوټ له مخې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت او د صهیونیسټي رژیم ترمینځ د اړیکو د عادي کولو د امکان په هکله د فلسطین له مسئلې څخه د دغې ډلې په ملاتړ ټینګار وکړ.
هغه په دې باره کښې وویل له قدس څخه د ملاتړ په اړه د طالبانو دریځ روښانه او پرېکنده دی او هغه څه چې صهیونیسټ رژیم د فلسطین په خاوره کښې ترسره کوی ظلم دی او طالبان یې نه مني.
نعیم په دوام وویل: د اسرایلو په رسمیت پیژندل او یا ورسره د اړیکو ټینګول په هیڅ ډول مطرح نه دي او دا د طالبانو په سیاست کې ځای نه لري.
هغه ټینګار وکړ: د طالبانو سیاست په ټولو چارو کې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په رڼا کې پرمخ ځي.