د طالبانو وياند په غور کې د طالب ځواکونو له خوا د يوې ځوانې نجلۍ تښتول تاييد کړل

د طالبانو وياند په غور کې د طالب ځواکونو له خوا د يوې ځوانې نجلۍ تښتول تاييد کړل

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبره تایید کړې ده چی د دې ډلې ځواکونو په غور ولایت کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ په زوره له ځانه سره بیولې. د طالبانو وياند وايي، د دې ډلې يو شمېر هغه چارواکي يې نيولي، چې له ځوانې نجلۍ سره يې ناوړه چلند کاوه. ذبیح الله مجاهد په خپره شوې غږیزه فایل کې زیاته کړې، چې دا قضیه د ناوې د مهر پر سر د کورنۍ شخړې پر بنسټ رامنځته شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې سرچينې ويلي، چې تېره ورځ (شنبه د حمل ٤مه) د غور ولايت د پسابند ولسوالۍ په نورک کلي کې يوه ١٧ کلنه نجلۍ د طالبانو له لوري په زوره وتښتول شوه او د شاه ولي په نوم يې له يوه وسلوال سره واده وکړ.

بیشتر بخوانید:  ضمیر کابلوف: مسکو په افغانستان کې د امریکا د نفوذ د بیا راژوندي کېدو په اړه اندېښمن دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x