د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې اعلان کړي چې د دې ادارې هیأت د فیضالله صمیم په مشرۍ د خپل سفر پر مهال د ترکمنستان د کیمیاوي صنایعو وزیر او د دې هېواد د تېلو او ګاز وزارت مرستیالانو سره لیدنه کړي ده.
د راپورونو پر بنسټ، دغه هیأت د تېلو او ګاز د موادو د معیار ټاکنې په اړه خبرې اترې کړي.
طالبان ادعا کوي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د توکو د معیار د برابرولو او افغانستان ته د ترکمنستان د تېلو او ګاز د صادراتو د پیاوړتیا په اړه د ټاکل سویو معیارونو پر بنسټ ټینګار وکړ.



